د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه خبرو لپاره قطر او سیمې ته تللی


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر تعقیب کړي.

ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د خبرو په اساس جوړ جاړی یوازینی حل دی.

نوموړي لیکلي دي: «زه دوحه او سیمې ته راستون شوم چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د تعقیب لپاره خپله مصممه دپلوماسي روانه وساتو. هاغسې چې ولسمشر (جوبایډن) په خپلو کې خبرو واضحه کړه، د مذاکراتو جوړجاړی د حل یوازینۍ لار ده.»

ښاغلي خلیلزاد لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت ختمیږي خو «له افغانستان سره زموږ ژمنه» نه ختمیږي.

نوموړي ویلي دي چې د افغانستان د ټولو ډلو، سیمه ایزو او نړیوالو ونډه والو (سهامدارانو) سره کډ کار چې د جګړې ختمولو لپاره یوه لار پیدا شي، داسې لار چې «د افغانستان امنیت، اتحاد، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړټیا تامین او د افغانانو کړاو ختم» کړي.

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال قطر او سیمې ته سفر کړی دی چې په کابل کې د افغانستان د «ملي مصالحې د عالي شورا» مشر عبدالله عبدالله د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره په خبرو کې ټېنګار کړی چې « طالبانو د جګړو او بریدونو» زیاتولو ته مخه کړې ده.

ښاغلي عبدالله ویلي دي:« سوله د حل یوازینۍ لار ده. خو سولې ته ژمنتیا او پابندي په دې مانا نه ده چې موږ دې د طالبانو د بریدونو په اړه بې تفاوته پاتې شوو. طالبان باید پوه شي چې په زوره بریالي کېدای نشي.»

XS
SM
MD
LG