د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ: لازم وگڼل شول چې خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاته شي


د غني او خلیلزاد کتنه
د غني او خلیلزاد کتنه

سیمې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر د نوي پړاو د پیل سره جوخت د افغانستان جمهوري ریاست اعلان کړی دی چې "لازم وگڼل شول" تر څو ښاغلی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاته شي.

دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې ښاغلی خلیلزاد د افغان مقاماتو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسید.

د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیې کې راغلي چې د ښاغلي خلیلزاد او د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني ترمنځ په کتنې کې "په وروستنيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په څرگندونو" بحث وشو.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره لیدنه کې وویل، چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې گټلی شي، خو نه غواړي چې دې هدف ته د رسیدو لپاره لس میلیونه خلک ووژل شي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "زه د افغانستان په هکله پروگرامونه لرم که وغواړم چې جگړه ،گټم، افغانستان به د ځمکې له مخې پاک شي".

د افغانستانه جمهوري ریاست دغو څرگندونو ته سخت غبرگون ښودلی او ویلي یې دي چې "د افغانستان ملت هیڅ یو بهرني ځواک ته د خپل سرنوښت د ټاکلو اجازه نده" ورکړې.

د ارگ په اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه راغلي: "موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو،... اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي."

د افغانستان حکومت ټینگار کړی دی چې واشنگټن د جمهور رئیس ټرمپ د څرگندونو په هکله د دپلوماتیکو لارو وضاحت ورکړي.

XS
SM
MD
LG