د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ به د افغان سولې برخه کې پر عمران خان فشار راوړي ـ امریکايي مقام


عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته راغلی دی
عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته راغلی دی

په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان سولې بهیر سره د همکارۍ په برخه کې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان باندې فشار راوړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې وړمه ورځ په درې ورځني سفر امریکا ته راغلی دی. ده په واشنګټن کې د خپلو پلویانو په یوې غونډې دا خبره وکړه چې د افغانستان مشکل نظامي حل نلري. هغه وویل خوښ دی چې اوس ټوله نړۍ همدا خبره کوي.

ټاکل شوې نن دوشنبه (جولاۍ۲۲) عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

رویټرز خبري آژانس د یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي په حواله ویلي، چې د دغه ملاقات هدف د افغان سولې بهیر سره د عملي همکارۍ او پخپله خاوره کې د ورانکارو ډلو پر ضد د کوټلي ګامونو پورته کولو په هدف پر پاکستان د فشار اچول دي.

دغه امریکايي چارواکی چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي، امریکا غواړي پاکستان ته په روښانه ټکو و وايي، چې امریکا به هغه مهال له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوي چې دغه هېواد د وسله والو پر ضد عملي اقدمات وکړي.

د ولسمشر ټرمپ او عمران خان لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازي مذاکراتو اتم پړاو ته ننوزي.

دغه هېواد چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو په ملاتړ او پټن ځایونو ورکولو تورن دی دغه امریکايي چارواکي ویلي، په داسې حال کې د افغان سولې په اړه مذاکرات نوي پړاو ته ننوزي د پاکستان نور ملاتړ ته هم اړتیا ده.

له پاکستان څخه د افغان سولې په برخه کې پر داسې مهال د عملي همکارۍ غوښتنه کيږي چې دغه هېواد د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وویل،که څه هم له پاکستان سره وروستي بحثونه ګټور و، خو زیاتوي چې په عملي برخه کې لا تغییرات پکې نه دي لیدل شوي.

خو یاد امریکايي چارواکي ویلي، ولسمشر ټرمپ به پر عمران خان فشار راوړي چې طالبان اوربند او له افغان دولت سره بین الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG