د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره دوحې او کابل ته سفر پيل کړی


اعلامیه وايي چې نوموړی به تر هغه وروسته په کابل کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري
اعلامیه وايي چې نوموړی به تر هغه وروسته په کابل کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو سفرونو د لړۍ په دوام دا ځل قطر او افغانستان ته په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ مې ۱۸ (غوايي ۲۹) ویلي چې د نوموړي سفر د مې پر ۱۷مه نېټه پيل شوی دی.

یاد وزارت زیاتوي چې ښاغلی خلیلزاد به لومړی په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر پلې کېدو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه پر اړینو اقداماتو خبرې وکړي.

اعلامیه وايي چې نوموړی به تر هغه وروسته په کابل کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به کابل ته د سفر پرمهال د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه د افغان حکومت اقدامات هم له نژدې وڅاري.

ښاغلی خلیلزاد د روانې (غوايي میاشتې پر ۱۸مه) هم پر یادو او ځینو نورو مسایلو د بحث لپاره قطر، هند او پاکستان ته تللی و.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پر داسې مهال د افغان سولې په اړه دوحې او کابل ته سفر پيل کړی د ولسمشر غني او عبدالله د سیاسي هوکړې په اساس پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر ټاکل شوی دی.

زلمي خلیلزاد له یادې هوکړې څخه په ملاتړ پرعبدالله عبدالله غږ کړی و چې ژر تر ژره دنده پيل کړي.

هغه د مې پر ۱۷مه په دې پر خپل ټوېټر لیکلي و: "ډاکتر عبدالله باید په بشپړه چټکتیا او بیړه خوځښت وکړي، او د اوسني افغان حکومت لخوا یې باید رښتونی ملاتړ وشي."

دا سولې په اړه دا هڅې پر داسې مهال تر سره کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو راپورونو او افغان حکومت لخوا د طالبانو پر ضد د تعرضي عملیاتو پيلېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان په اړه څلور اړخیزه غونډه

د زلمي خلیلزاد د تازه سفر سره هم مهاله د افغانستان لپاره د چین، پاکستان، ایران او روسیې ځانګړو استازو د یډيويي کنفرانس له لارې په افغانستان کې د روان وضعیت او سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د دغو څلورو هیوادونو د استازو په ګډه اعلامیه کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې راغلي ټولو استازو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق هر کلی کړی او هیله یې ښودلې چې دغه هوکړې سره بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

اعلامیه وايي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بین الافغاني مذاکرات دي او له ټولو لورو څخه یې غوښتنه کړې چې له رامنځته شوي فرصت څخه د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG