د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: تړون کې له طالبانو نه دي‌ غوښتل شوي‌ چې په افغان ځواکونو به بریدونه نکوي


د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو یو شرط، د افغان حکومت او طالبانو لخوا د یو او بل د بندیانو ازدول و.
د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو یو شرط، د افغان حکومت او طالبانو لخوا د یو او بل د بندیانو ازدول و.

وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې"خو د {دوحې} هوکړې په ځانګړي ډول له طالبانو څخه نه دي غوښتي چې پر افغان سرتیري بریدونه ونه کړي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ د یاد مطلب په څرګندولو سره ویلي چې که چیري پر افغان سرتیرو بریدونه په "توافقنامه کې شامل نه دي،خو {طالبان} د {توافقنامې} روح نقض کوي."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو په اساس، طالبانو په تیره فبروري میاشت کې د دوحې له توافقنامې وروسته، په وروستیو دوو نیمو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۷۱۲ بریدونه کړي چې پرمهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون ۴۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خو ښاغلي خلیلزاد دا هم وویل چې "طالبان هم د سوریې په شان د یو نه پای ته رسېدونکي جنګ غوښتونکي نه دي او د افغانستان حکومت هم د سیاسي لارې د دغه معضلي د هواري غوښتونکی دی."

زلمي خلیلزاد چې د یو ویډیويي کنفرانس له لارې یې څرګندونې کولې په واضح ډول وویل چې له طالبانو څخه د امریکا متحده ایالاتو کلیدي او لومړۍ درجه غوښتنه داده چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي د دغه ویډیويي کنفرانس له لارې له خبریالانو سره خبرو کې وویل:"غوره ده چې بین الافغاني مذاکرات ډير ژر تر هغه وخته پيل شي چې د افغانستان په جنوب کې د پام وړ امریکايي سرتیري حضور ولري.

  • بین الافغاني مذاکرات

د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو یو شرط، د افغان حکومت او طالبانو لخوا د یو او بل د بندیانو ازدول و.

افغان حکومت وايي، تر دامهاله یې د وسله والو طالبانو زر زندانیان له بند څخه ازاد کړي دي.

وسله وال طالبان چې ټاکل شوې وه د خپلو پنځو زور زندانیانو په مقابل کې د افغان حکومت یو زنداني ازاد کړی وای؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو باید تر اوسه ۲۰۰ بندیان ازاد کړي واي چې په وینا یې په دې کار کې پاتې راغلي دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي:"د بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول هغه دوه موارد دي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو مخه یې نیولې ده او د دغه ستونزې د هواري هڅې روانې دي."

زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې جګړه اوس مهال پای ته نه ده رسېدلې او یو ځل بیا یې روښانه کړه چې د واشنتګټن څېړنې ښيي چې په کابل او ننګرهار کې د سې شنبې بریدونه داعش کړي دي.

نوموړي ویلي چې د سولې په اړه د روانو هڅو د ګډوډېدو په اړه د داعش هڅو ته په کتو، "له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړم چې په دغه دام کې بند نشي او د داعش په وړاندې مبارزه کې له یو او بل سره همکاري وکړي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وسله وال طالبانو او داعش د یو او بل کلک دښمنان وبلل او وايي چې د افغان او امریکايي ځواکونو ترڅنګ طالبانو هم دداعش په وړاندې جګړه کې مهم رول ادا کړی دی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د تیرې جمعې په ورځ د خلیلزاد یادې څرګندونې چې وايي، د کابل او ننګرهار بریدونه داعش کړي رد کړې او زیاته یې کړه چې په دغو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه انکار د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

XS
SM
MD
LG