د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د سولې په اړه د نظرونو پوښتلو لپاره کندهار ته تللی


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولي په اړه د روانو خبرو په باب د نظریاتو پوښتلو لپاره کندهار ولایت ته تللی دی.

د کندهار سیمه ییز چارواکي‌ وايي، چې ښاغلی خلیلزاد نن سې شنبه د «وري میاشتې پر ۱۳مه» کندهار ته رسېدلی او د افغان سولي په اړه له ځايي اوسیدونکو سره په لیدنه بوخت دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي اشنا راډیو ته وويل چې ښاغلی خلیلزاد د کندهار په هوايي ډګر کې خپلي لیدنې پلان کړي او کندهار ښار ته نه راځي.

ده وويل چې د خلیلزاد لیدني مطبوعاتي نه‌دي ځکه، خو مطبوعات هم نه‌دي بلل شوي.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به نن د ورځی په اوږدو کې د کندهار د ولسي مشرانو او مدني ټولنې د غړو تر څنګ د جنوبي ولایتونو د ولایتي شوراګانو له ریسانو او قومي مشرانو سره هم په جلا جلا توګه وویني.

د جنوبي ولایتونو په اړه داسي باور موجود دی چې د وسله والو طالبانو ډیری مشران له دې سیمو څخه دي او د ځايي اوسیدونکو سره يې د سولي په اړه سلا مشورې ځانګړی ارزښت لري.

تیره میاشت د جنوبي ولایتونو ولسي مشرانو په یوه لویه غونډه کې غوښتنه کړې وه چې د سولې د روانو خبرو په ترڅ کې دې د جنوبي ولایتونو له ولسي مشرانو او ځايي اوسیدونکو سره سلا مشورې وشي.

زلمی خلیلزاد وړمه شپه د افغان سولې په تړاو د خپل شپږم سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلی دی.

نوموړي تېره ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسیونو سره وکتل.

خلیلزاد پر داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې د سولې په اړه د یو پراخ مرکچي پلاوي رامنځته کولو په اړه هڅې روانې دي.

نوموړي تېره ورځ له ازادي‌ راډیو سره مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا رول مخ په کمېدو وي او د یوې تلپاتې سولې لپاره باید خپله افغانان زیات مسؤلیت واخلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG