د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو پر ونډې د انجلینا جولي ټینګار


د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیري او د امریکا د هالیوود وتلې فلمي ستورې انجلینا جولي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو ونډې غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې اغلې جولي، پرون جمعه د «مارچ پر ۲۹مه» په نیوریاک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغان سولې په بهیر کې د مېرمنو د ونډې پر نشتوالي نیوکې وکړې.

هغې وویل:" په دې وروستیو کې زرګونو افغان مېرمنو په بېلابېلو عامه غونډو کې ګډون وکړ، خپل ځانونه یې په خطر کې واچول تر څو د سولې په خبرو کې د خپلو او د خپلو بچیانو له حقوقو څخه دفاع وکړي،خو تر دامهاله د سولې په خبرو کې افغان مېرمنې شتون نه لري."

مېرمن جولي، ټینګار وکړ که چیري د سولې په خبرو کې د افغان ښځو حقوق په نظر کې ونه نیول شي د نوموړي په وینا«په افغانستان کې به هېڅ سوله او ثبات» رامنځته نشي.

انجلینا جولي همدارنه ویلي، چې نړيوالې ټولنې هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د مېرمنو د ګډون په اړه لازمې هڅې نه دي کړي او زیاتوي چې په دې اړه د نړیوالې ټولنې "چوپتیا" د خطر خبره ده.

هغې ویلي:"په افغانستان او د نړۍ په هیڅ ځای کې د مېرمنو د حقونو په سودا امن او ثبات نشي راتلی."

انجلینا جولي د امریکا د فلمي صنعت لوی نوم دی، چې یو شمېر فلمي جایزې یې هم ګټلي او په نړیواله کچه د کډوالو د حقونو لپاره هلې ځلې هم کوي.

د هالیوود دغه وتلې فلمي ستورې پر داسې مهال د سولې په خبرو کې د مېرمنو پر کمرنګې ونډې اندېښنه ښيي، چې تر بل هر وخت د افغان سولې په تړاو د افغان حکومت او امریکا هڅې زیاتي شوي دي.

امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره پنځه ځله په قطر کې له طالبانو سره مخامخ مذاکرات کړي دي.

پر همدې مهال د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۵مه د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړوا افغانستان سیمې او اروپا ته شپږم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې له اوو هېوادونو څخه لیدنه وکړي.

د راپورونو له‌مخې په پام کې ده زلمی خلیلزاد نن شنبه کابل ته راشي.

XS
SM
MD
LG