د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: افغانستان باید د امریکا او ایران له کړکېچ نه لیري وي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که چیري ایران د افغان سولې بهیر کې امریکا ته خنډ جوړ کړي د امریکا متحده یالاتو له «جدي عکس العمل» سره به مخ شي.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په کابل کې له «اریانا نیوز» ټلویزیون سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ایران باید له امریکا سره خپل سیاسي جنجالونه په افغانستان کې تر سره نه کړي.

هغه ویلي:‌"که چیري ایران نور مشکلات په دغه ځای کې «افغانستان» کې غواړي چې زموږ په هڅو کې پېچلتیا رامنځته کړي، نو زموږ عکس العمل به هم ډېر منفي وي، افغانستان باید د امریکا او ایران له قضیې څخه باید لیري وي."

خلیلزاد پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران اړیکې یو ځل بیا ترینګلي شوي دي.خو افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د ایران او امریکا کړکېچ به پر افغانستان اغېز ونه کړي.

نوموړي په دغه ځانګړې مرکه کې له اسلام اباد څخه هم غوښتي چې د امریکا او نوري نړۍ ترڅنګ له افغانستان سره هم خپلې اړیکې ښې کړي.

هغه ویلي، په تېرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې «ستونزمنې او پېچلې» وې خو زیاته یې کړه چې متحده ایالات له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

  • خلیلزاد: طالبان له امریکا سره دوامداره اړیکي غواړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې طالبان د سولې تر موافقې وروسته له امریکا سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې دومداره اړیکي غواړي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي:"طالبان حتا ما ته وايي، چې موږ له امریکا سره په راتلونکي کې ښې اړیکې غواړو، چې هغه کې اقتصادي اړیکي او سیاسي همکاري موجوده وي، چې کمک ته اړتیا لري."

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات چمتو دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته له طالبانو سره افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د تېرې مې میاشتې پر ۳۱مه نېټه یې د افغان سولې لپاره افغانستان سیمې او اروپا ته خپل اتم سفر پيل کړی دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو او نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو سره په لیدنو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG