د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: امریکا او ناټو له افغانستان څخه د وتلو په اړه ګډه پرېکړه کوي


د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکايي او ناټو ځواکونه به له افغانستان څخه د وتلو په اړه په همغږۍ ګډ تصمیم ونیسي.

ښاغلي خلیلزاد پرون شنبه د «کب پر ۲۵مه» پر خپل ټوېټر لیکلي"که له افغانستان څخه وتلو په ګډه به وزو."

هغه ویلي:" له ناټو او زموږ نورو شریکانو سره همکاري له لومړیو ورځو زموږ له لومړیتوبنو څخه وه، موږ یو ځای راغلي یو او «افغانستان» کې د پاتې کېدو په اړه به هم په ګډه همغږي ولرو، که چیرې مو (افغانستان) پرېښودی، ټوله به یې په ګډ پرېږدو، او ټوله به په ګډه په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوو."

خلیلزاد له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ د لوړپوړو امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه پټه غونډه کړې چې تر دامهاله یې جزئیات نه دي روښانه شوي.

پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي خلیلزاد د دې تازه څرګندونو په اړه وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع څه «نوې خبر نه ده» او زیاتوي چې امریکا له ناټو سره په ګډه په افغانستان کې کار کوي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ د کب پر ۲۶مه امریکا غږ ته وویل:"دوی «امریکایان» د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې افغانستان ته راغلي او کار کوي، موږ ټوله یو له بل سره امنیتي‌ هوکړې لرو، او ټول کارونه د شوو هوکړو له‌مخې کېږي."

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې په افغانستان کې د دوی راتلونکی ماموریت به له طالبانو سره د سولې خبرو پایلو پوری تړلی وي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۶زره بهرني ځواکونه شتون لري چې ۱۴زره یې امریکايي او پاته ۲زره یې د ناټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري دي چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورو او نورو برخو کې فعالیت تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG