د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه پټه غونډه کړې


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون جمعه ناوخته له لوړپوړو پوځي، سیاسي، او استخباراتي امریکايي چارواکو سره د افغانستان د مسئلې په اړه خبرې کړي دي.

دغه امریکايي چارواکو په یاده ناسته کې د څو ساعتونو لپاره تر بندو دروازو شاته د افغانستان په اړه غږېدلي.

د اسوشتیدپرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې چې د شنبې په ورځ د کب پر ۲۵مه خپور شوی ویلي چې په دغه ناسته کې د ټرمپ مرستیال مایک پنس، د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جوزیف ډانفورډ، د امریکا د استخباراتو مشر جینا هسپل،د دغه هېواد ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون کړی و.

یوې سرچینې چې په دغو خبرو کې ګډون کړی و اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه ناسته د پنټاګون په یوه پټه خونه کې تر سره شوې ده.

تر دا مهاله د دغه ناستې په اړه نور جزئیات نه دي‌ روښانه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کب پر ۲۴مه د افغان حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په واشکنټن کې خبریالانو ته ویلي و چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره خبرو کې د «شخصي ګټو»په لټه کې دی او افغان حکومت د یادو مذاکراتو په اړه معلومات نه لري.

امریکا او طالبانو په "یوې مسودې" موافقه کړې

عبدالله: د قطر خبرو په اړه هم خوشبیني او هم اندېښنې شته

داودزی: قطر کې د بندو دروازو تر شا خبرې افغانانو ته د اندېښنې وړ دي

د حمدالله محب دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې او څو ساعته وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه خپل وزارت ته وروغوښت.

حمدالله محب
حمدالله محب

​په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته وویل چې زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر استازی دی او" پر سفیر خلیلزاد حمله د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت حمله ده" او زیاته کړې ده چې دا ډول څرګندونې د امریکا او افغانستان حکومت ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې او د همدارنګه د سولې په بهیر کې د «ستونزې» رامنځته کولو لامل ګرځي.

محب له افغانستان سره د امریکا 'له پیرزوینې ډک' ملاتړ درناوی وکړ

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا پر خپل ټوېټر د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو "له سخاوته ډک ملاتړ" ارزښتناک وباله.

XS
SM
MD
LG