د لاس رسي وړ اتصالات

د خاشقچي نامزاده: محمد بن سلمان مې د نامزاد د وژلو امر کړی و


خدیجه چنګیز د ترکیې ده خو نامزاد یې جمال خاشقجي د سعودي عربستان تبع و
خدیجه چنګیز د ترکیې ده خو نامزاد یې جمال خاشقجي د سعودي عربستان تبع و

د سعودي عربستان د وژل شوي خبریال جمال خاشقچي نامزادې، خدیجې چنګیز او د بشري حقونو یوې ډلې چې خاشجقي یې بنسټ ایښی و د سه شنبې په ورځ، اکتوبر ۲۰ (تلي ۲۹) د امریکا متحده ایالاتو په یوې محکمې کې د سعودي عربستان په ولیعهد محمد بن سلمان دعوه کړې.

په عریضې کې ادعا شوې چې ښاغلي سلمان د جمال خاشقچي د وژلو امر ورکړی و.

میرمن چنګیز په عریضې کې همدارنګه د سعودي عربستان د ۲۰ نورو اتباعو نومونه د مدعي علیه په حیث لیکلي دي. په دعوې کې د سعودي په ولیعهد او ملګرو یې تور لګول شوی چې پلان یې درلود د " جمال خاشقجي غږ د تل لپاره خاموش کړي. "

خاشقچي د امریکا د ویرجینا ایالت اوسیدونکی و او د عربي نړۍ لپاره د اوس دیمرکراسۍ په نامه یې د بشري حقونو اداره جوړه کړې وه. په عریضه کې دې ادارې او د جمال خاشقچي نامزادې، ادعا کړې چې ښاغلی سلمان پدې خبر شوی و چې جمال خاشقي غوښتل د همدې ادارې له لارې په سعودي عربستان کې د دیموکراتیکي اصلاحاتو او بشري حقونو د پرمختګ لپاره کار وکړي.

جمال خاشقچي د امریکا د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په پالیسو انتقادي لیکنې کولې. هغه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د میاشتې په مې۲ نیټې د ترکیې د استانبول په ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې لومړی ووژل شو او بیا یې بدن ټوټې ټوټې شو.

د سعودي ولیعهد دا نه مني چې د جمال خاشقچي په قتل کې یې لاس درلود. په واشنګټن ډي سي کې د سعودي عربستان سفارت هم په محکمې کې د دعوې د ثبت کیدو په هکله تبصره نده کړې.

تر دې وړاندې د سعودي عربستان د استخباراتو یو پخواني جګپوړي مامور هم د امریکا په یوې محکمې کې د سعودي په ولیعهد محمد بن سلمان دعوه کړې وه چې د هغه د وژلو لپاره یوه ډله کاناډا ته لیږلې وه. د استخباراتو دا مامور په کاناډا کې جلا وطن دی.

XS
SM
MD
LG