د لاس رسي وړ اتصالات

هیله ده خلیلزاد له طالبانو سره تړون کې تعدیل وغواړي ـ مک کال


د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مرستیال مایکل مک کال وايي هیله ده چې زلمي خلیلزاد د دوحې توافقنامه کې د تغیر «تعدیل» غوښتنه وکړي.

مک کال امریکا غږ ته په تیلیفوني مرکې کې وویل: " هیله ده چې خلیلزاد به د توافقنامې تغیر «تعدیل» وغواړي، تر څو [په افغانستان کې] د امریکا متحده ایالاتو حضور تر مۍ میاشتې وروسته هم ومنل شي او د ملکي وګړو او افغان ځواکونو په وړاندې تاوتریخوالی راکم شي."

امریکا کې د نوي حکومت له راتګ وروسته د خلیلزاد ماموریت تمدید شو. له هغه وروسته دا افغانستان او سیمې ته دخلیلزاد لومړنی سفر دی.

نوموړي تیره ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره لیدلي د افغانستان د سولې‌ په اړه غږېدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې خلیلزاد به د دوحې ترڅنګ یو شمېر نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.

د امریکا او طالبانو د دوحې توافق په اساس ټاکل شوې تر راتلوونکې مۍ میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

خو د امریکا دفاع وزارت دې مخکې ویلي و چې تر مۍ میاشتې وروسته له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل په شرایطو پوري محدود دي.

د امریکا نوی حکومت د امریکا-طالبانو ترمنځ‌ شوی تړون بیا ارزوي.

تر مۍ میاشتې مخکې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل، د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو قطعه کول او د تاوتریخوالي کمول د دوحې د توافقنامې اساسي ټکي دي.

خو د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه دي قطعه کړي.

خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې دغه جمهوري غوښتونکی غړی مک کال د افغان سولې بهیر د پرمخ وړلو لپاره وړاندیز کوي چې طالبان باید له القاعده شبکې سره اړیکې قطعه کړي او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه ډډه وکړي. خو وسله والو طالبانو بیا تر دې مخکې له القاعده شبکې سره د دغه ډلې د اړیکو په اړه راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG