د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو د تطبیق په برخه کې د خلکو همکاري خورا زیاته شوی- روغتیایي چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې ورسره د خلکو همکاري ۹۰ سلنه زیاته شوې.

د ځایي مسؤولینو په وینا، وړاندې به لسګونه زره ماشومان د پولیو کمپاین پرمهال د واکسینونو له تطبیق محروم پاتې کیدل خو اوس یې شمېر د پام وړ راکم شوی.

په دغه ولایت کې د کمپاین په دوران کې تر ۳۵۰۰۰۰ زیاتو ماشومانو ته په اوس وخت کې واکسین رسیږي، چې لمنځه یې د ۳۵۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ لا هم انکاري دي.

د افغانستان سوېل ختیځې حوضې خوست ولایت چې شمالي وزیرستان ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه پرته سیمه ده پکې د ځایي خلکو په ګډون د یو شمېر وزیرستاني کډوالو ماشومان چې د کمپاینونو پرمهال به محروم پاتې کیدل اوس ورته د صحي رضاکارانو لاسرسی زیات شوی.

د دغه ولایت ځایي روغتیایي چارواکي وایي چې د ګوزڼ په مبارزه کې خلکو ورسره د همکارۍ لاس یو کړی او د لسګونه زره محرومو ماشومانو ارقامو د پام وړ کمښت موندلی.

په خوست کې د عامې روغتیا ریاست مرستیال، عبدالرحمن زاهد امریکا غږ ته وویل چې د مجالسو د لارې ورسره علماء او نور قومي مخور په تماس کې دي چې له کبله یې د پولیو کمپاینونه په ښه توګه تطبیق کیږي.

ښاغلي زاهد په دې هکله وویل: ”الحمدلله، دومره ویلی شم چې د پخوا په نسبت موږ ډیر عامه پوهاوی کړی دی، له خلکو او علماء کرامو سره مو ګډې ناستې کړې دي او هغوی ته مو ویلي چې د واکسینو تطبیق ډیره فایده لري. د عامه پوهاوي په هکله مو چې کوم ټیمونه ساحو یا ولسوالیو ته لیږلي نو د ریاست له طرفه هغوی ته پوره اطمېنان ورکړ شوی. انشاءالله د خلکو د همکاري کچه ۹۰ او حتی ۹۵ فیصدو ته رسیدلی."

د نوموړي په وینا، د خوست سپېرې ولسوالي چې وړاندې پکې یو شمېر وزیرستاني کورنۍ د پولیو واکسین له تطبیق انکاري بلل کیدې، د عامه پوهاوي په زیاتوالو سره یې په دغه سرحدي ولسوالۍ کې هم صحي رضاکارانو ته د فعالیت زمینه سازي کړې او د انکاري کورنیو شمېر پکې د پام وړ راکم شوی دی.

ښاغلي زاهد زیاته کړه:"د دې په مقابل کې موږ د عامه پوهاوي له مسؤول نه بار بار پوښتنې کړي چې هلته داسې ځایونه لرو کنه چې هلته انکاري خلک وي خو هغه راته وویل چې موږ ورسره د پوهاوي مجالس کړي او ډاډ راکړل شوی چې هلته داسې څوک نلرو چې ډلییز انکار وکړي. متأسفانه که کوم ځای کې هم وي، موږ په آینده کې له دیني عالمانو سره ناستې لرو چې دا مشکل هم حل کوو."

ښاغلی زاهد له ټولو مېندو غواړي چې خپل کوچني بچیان د تلپاتې معلولونکې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي او پری نږدي چې ټولنه کې یو ځل بیا د ګوزڼ په څېر ویروسي ناروغۍ خپرې او د معلولیت کچه لوړه کړي.

زاهد همدارنګه زیاتوي:"دا خبره تائید شوې ده چې واکسین باید ماشومانو ته تطبیق شي، په همدې اساس مو له ټولو خوستمېشتو نه غوښتنه ده چې واکسین باید هر ځای ته ورسیږي. عموماً، ځینې خلک دا پوښتنه لري چې دا واکسین په نورو هېوادونو کې نه تطبیقیږي. د دې پوښتنې ځواب دا دی چې هلته د ګوزڼ ناروغي محوه شوې ده یا یې نلري او په هغو هېوادونو کې چې دا ناروغي شتون لري ترهغې به عملي کیږي ترڅو چې دا ناروغي په بشپړ ډول لمنځه لاړه شوې نه وي."

روغتیایي کارپوهان پدې باور دي چې په ټولنه کې د پوهاوي سطحې په لوړیدو سره کیدای شي چې پولیو یا ګوزڼ ناروغي په ډېره کمه موده کې له منځه لاړه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG