د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې ځانمرګه برید غټه مرګ ژوبله اړولې


په خوست ښار کې د نن سهار په ترسره شوې ځانوژونکې حمله کې شل کسان وژل شوي او تر شپېتو زيات نور ملکي وګړي ټپيان دي. په وژل شويو کې شپږ افغان پوليس، درې بهرني سرتېري او يو افغان ژباړن هم شامل دي.

دغه ځان وژونکې حمله د دوشنبې په سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار د عدالت په څلور لاري کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډه پياده ګزمه ترسره شوې، چې نه يوازي افغان او بهرني عسکر، بلکې ګڼ شمېر افغان ملکيان يې ووژل او هم يې ټپيان کړل.

که څه هم د دې پېښې د څرنګوالي په اړه ضد او نقيض خبرې کېږي، خو يو شمېرعيني شاهدان وايي، چې بريد کوونکی په موټر سايکل سپور و او کله چې د ناټو سرتېرو ته ورسېد، په ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته يې چاودنه ورکړه.

له پېښې سمدستي وروسته سيمه د افغان او ناټو ځواکونو له لوري کلابنده شوه، ټپيان او مړي د امبولانسونو په وسيله د ښار روغتونونو ته انتقال شول.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې په دې ځان وژونکې حمله کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي او شپږ افغان پوليس وژل شوي او تر شپېتو زيات ملکي وګړي او درې پوليس ټپيان شوي دي.

والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې په وژل شويو پوليسو کې د دې ولايت د چټک عبرګون د قطعې قوماندان سمونمل مبارک شاه هم شامل دی. ،،دا پېښه په کلکه غندم، په دې پېښه کې يو کم شپېته ملکي کسان ټپيان شول، لس ملکيان ووژل شول، شپږ پوليسو ووژل شول، چې د چټک غبرګون د قعطې قوماندان هم پکې شامل دی او درې پوليس ټپيان شول،،.

له بګرام څخه نړيوالو ځواکونو د يوې خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي، چې د خوست په ځانوژونکې حمله کې د دوی درې بهرني سرتيري او يو افغان ژباړن هم وژل شوي، خو د وژل شويو سرتېرو هويت يې ندی په ډاګه کړی.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې تر اوسه يې د پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات ندي ترلاسه کړي، خو زياتوي، چې په دې اړه د پوليسو تحقيقات روان دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد، چې په خپله هم په دې پېښه کې په سر ټپي شوی، اشنا راډيو ته وويل، چې له چاودنې وروسته يې ډېر مړي او ټپيان ولېدل، چې يوې او بلې خوا ته پراته وو.

هغه وايي: ،،منير نامېږم، د پېښې ځای ته نږدې دوکان لرم، زما له دوکان څخه لږ مخکې د امريکايانو او پوليسو ګزمه روانه وه، چې يو ناڅاپه چاودنه وشوه، چې ومې لېدل، امريکايان او افغانان په سړک پراته وو. زه هم په سر ټپي شوم،،.

د دې ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دې ډلې يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې د خوست ښار په ياده شوې ځان وژونکې حمله کې نږدې لس بهرنيان او شپږ افغان پوليس وژل شوي دي.

هغه دغه راز ويلي، چې بريد کوونکی شعيب نومېده، درويشت کلن او د کندوز ولايت اوسېدونکی و او زياته کړې يې ده، چې د بريد پر مهال په موټر سايکل نه، بلکې پياده روان و.
XS
SM
MD
LG