د لاس رسي وړ اتصالات

خوځون: د ملي مصالحې شورا د رهبرۍ نوم لړ به ژر نهايي شي


د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې شورا د رهبرۍ د غړو ټاکلو لپاره د هیواد د سیاسي او جهادي شخصیتونو سره لیدنې پيل کړي دي.

د دغه شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه سپټمبر ۶ (وږې ۱۶) امریکا غږ ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي چې د ملي مصالحې شورا د رهبرۍ پر نوم لړ کار روان دی چې په وینا یې ډېر ژر به وروستی شي.

نوموړي زیاته کړې چې د مصالحې عالي شورا د سولې پروسې مسؤلیت او مدیریت په غاړه لري او په وینا یې په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

هغه ویلي: "د ملي مصالحې د رهبرۍ نوم لړ باندې کار روان دی، ډېر ژر به نهايي شي او تر هغه وروسته به اعلان شي."

دا په داسې حال کېده چې روانه میاشت د ولسمشر غني لخوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د غړو لست اعلان شو.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا په هیواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.

ارګ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه لیږلي وو او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.

خو عبدالله عبدالله تېره اونۍ وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا ایجاد د یادې شورا د رئیس له صلاحیتونو څخه دی.

د سولې مخامخ مذاکرات

پر همدې مهال د ملي مصالحې عالي شورا یو ځل بیا ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي ټېم له طالبانو سره خبرو ته پوره چمتووالی لري.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه ویلي چې په دې اړه ټول ترتیبات نیول شوي دي.

د مصالحې شورا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د مخامخ مذاکراتو لپاره حاضر شي تر څو خبرې پيل شي.

XS
SM
MD
LG