د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو لپاره قطر ته تللی


امریکا ویلي چې اوس د خبرو د پیل وخت دی
امریکا ویلي چې اوس د خبرو د پیل وخت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره د دغه هیواد ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو د هڅو ګړندي کولو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د سپټمبر ۵ (وږې ۱۵) په اعلامیې کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد د تیرې جمعې په ورځ قطر ته تللی دی.

په اعلامیه ویل شوي چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره افغانان د تاوتریخوالي کمولو او سیاسي جوړجاړي لپاره چمتو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې افغانان باید د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او زیاته کړې ده چې اوس د خبرو پیلېدو وخت دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې تر پای ته رسېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه هیلې زیاتې شوې.

ټاکل شوې وه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي هم د بین الافغاني خبرو لپاره قطر ته سفر کړی وای، خو ویل کیږي چې دغه سفر ځنډېدلی دی.

تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ته وویل چې د بندیانو تر خلاصېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه ټول خنډونه لیري شوي دي.

هغه وویل چې د حکومت مذاکراتي پلاوی خبرو ته چمتو دی چې په وینا یې طالبان هم باید چمتو شي.

دا په داسې حال کېده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو هم له خپل اړخه د ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوي د اعلان خبر ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دغه۲۱ کسیز مذاکراتي ټېم مشر شیخ مولوي عبدالحکیم او مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی دی.

طالبانو همدارنګه د قطر دفتر د پخواني ویاند سهیل شاهین پر ځای د ډاکټر نعیم وردګ په نوم کس د ګمارلو خبر هم ورکړی دی.

بلخوا اسوشېټډ پرس خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو پلاوی پاکستان ته تر سفر وروسته له افغان حکومت سره د خبرو پیولو لپاره د شنبې په ورځ بیرته دوحې ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG