له الجزایر څخه راپورونه وايي چې د عمر بن عمران په نوم یو کس چې په ۱۷ کلنۍ کې ورک شوی و، ۲۶ کاله وروسته د خپل ګاونډي په زیرزمینۍ کې ژوندی موندل شوی دی.
عمران په ۱۹۹۸ کال کې د الجزایر د جلفه په ښار کې یو مسلکي ښوونځي ته په لار تری تم شوی و او بیا کور ته ونه ګرځېده.
د الجزایر رسنۍ وايي چې هغه وخت د الجزایر د حکومت او اسلامپالو ترمنځ جګړه روانه وه او د عمر کورنۍ فکر کاوه چې هغه به په دغې جګړې کې وژل شوی وي.
نوموړی په ۱۷ کنلۍ تښتول شوی و او اوس ۴۵ کلن دی. هغه د خپل کور په ۲۰۰ میترۍ کې د اختطاف کوونکي د کور په زیر زمینۍ کې ساتل شوی و.
د نړیوالو رسنیو د راپور په اساس د الجزایر د عدليې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې یو ۶۱ کلن سړی، چې د عمر په تښتولو تورن دی، نیول شوی او د پولیسو په توقیف کې دی.
د الجزایر په سیمه ایزو رسنیو کې د عمر تصویرونه ښودل کېږي چې له یوې زیرزمینۍ څخه راپورته کېږي او ګڼه ږېره یې ده. هغه روغتون ته انتقال شوی او تر مراقبت لاندې دی.
دا قضیه له هغه وروسته رسوا شوه چې تر شک لاندې اختطاف کوونکي ورور په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې ورور یې د اختطاف په یوې قضیې کې دخېل و.
د عمر کورنۍ له دغه خبر وروسته پولیس خبر کړل. پولیسو له تحقیقاتو وروسته د مشکوک کس په طبیله کې د زیرزمینۍ دروازه وموندله او عمر یې د یکشنبې په ورځ پیدا او وژغوره.
ویل کېږي چې د شک لاندې دغه اختطاف کوونکي هغه مهال د عمر یو سپی هم، چې د هغه د کور په شاوخوا کې ګرځېده وژلی و او د هغه مړی یې هماغه وخت موندل شوی و.
لا دقیق معلوم نه دی چې دغه ګاونډي ولې عمر بن عمران تښتولی و. د عمر مور، چې ډېر وخت یې د خپل زوی د راتګ انتظار کاوه، په ۲۰۱۳ کې مړه شوه.
فورم \ دبحث خونه