د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: پر اوکراین د روسیې په برید کې شپږ تنه وژل شوي، ۱۶ ټپیان دي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) د هغه هیواد په خارکیف سیمه کې د روسیې هغه برید وغانده چې د یادې سیمې د والي په وینا له امله حد اقل شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

ښاغلي زیلنسکي ویلي په برید کې چې د اپارتمانونو یوه ودانۍ په "بشپړ ډول ویجاړه" شوې هیڅ توجیه نلري او دا د یرغلګرو کمزوري ښکاره کوي.

د اوکراین جمهور رئیس په خپله تلګرام پاڼه لیکلي:" موږ به یې ونه بښو. موږ به غچ واخلو."

د خارکیف ښاروال ایګور تیریخوف په ټلګرام لیکلي چې د یاد ښار په شمال ختیځ کې د اپارتمانونو په دې ودانۍ کې له برید وروسته اور بل شو.

نوموړي که څه هم په لومړیو کې د برید له امله د دریو کسانو د وژل کیدو او د لسو د ټپي کیدو خبر ورکړ ی وو خو د سیمې والي اولګ سینیګوبف وویل چې د تلفاتو شمیر لوړ شوی دی.

ښاغلي سینیګوبف په خپله ټلګرام پاڼه ولیکل:" له بدمرغه له بمبار وروسته د وژل شویو او ټپیانو شمیر زیات شو: شپږ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول."

خارکیف ښار په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د برید راهیسې، په محاصره کې دي.

خو روسي ځواکونه چې د توپخانې او مزایلو پراخ ملاتړ هم له ځان سره لري، ندي توانیدلي د اوکراین د دویم ښار کنټرول خپل کړي.

چارواکو ویلي دي چې په سیمه کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.

یو اوکرایني چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې پر دې ښار د روسیې په راکټي بریدونو کې یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې، اوس روسیې د خپل یرغل پام د اوکراین جنوب او ختیځ ته اړولی دی.

ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې د خبري اژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG