د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په ځانمرګي برید کې پنځه تنه ووژل شول


برید د بلوچستان د خوزدار په سیمه کې شوې ده
برید د بلوچستان د خوزدار په سیمه کې شوې ده

د پاکستان پوځ وايي د پوځي ښوونځي په یو بس باندې په یو موټر بمب برید کې، چې شک کېږي ځانمرګی به وي، پنځه تنه وژل شوي چې درې یې ماشومان دي.

چاودنه د بلوچستان ایالت د خضدار په سیمه کې شوې ده. په سیمه کې یو چارواکي وويل چې شاوخوا ۴۰ ماشومان بس ته روان وو، چې چاودنه شوې. لسګونه نور ژوبل شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی.

د پاکستان پوځ او د دغه هېواد صدراعظم په خپرو شویو اعلامیو کې ادعا کړې ده چې په برید کې «د هند نیابتي ډلې» دخېلې دي. هند تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هند او پاکستان تل یو بل تورنوي چې د یو بل په ضد په خپلې خاورې کې اورپکي ډلې حمایت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG