د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په بامیانو کې د مور او ماشوم روغتیایي مرکز سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه


د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز ویلي، د دې پروژې موخه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټول او اړينو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زمینې هوارول دي.
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز ویلي، د دې پروژې موخه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټول او اړينو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زمینې هوارول دي.

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز په بامیان ولایت کې د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره د ۱.۱ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دغه مرکز په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دغه مرسته به د اسلامي پراختيايي بانک او د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د افغانستان د بشري مرستو د امانت صندوق له لارې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پیسې به د روغتیا د نړیوال سازمان له روانو هڅو سره په افغانستان کې د میندوارو مېرمنو، ماشومانو او لویانو ترمنځ د وقایې وړ ساري ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې په ترکيه کې د اسلامي پراختيايي بانک د مشر ډاکټر وليد عبدالوهاب په حواله ویل شوي دي: "دغه پروژه چې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د خیریه مرکز له خوا تمويل او د روغتیا نړیوال سازمان له خوا پلې کېږي، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې به د با کییفته روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي."

په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې ستونزه له ډیر پخوا څخه یو جدي او پیچلې ستونزه ده.

همدارنګه دغه نوې پروژه به د بامیان ولایت په دریو ولسوالیو کې د روغتونونو ظرفیت لوړ کړي، چیري چې د روغتیا نړیوال سازمان به بیا دغه روغتونونه تجهیز او د هغو ښځینه طبي کارکونکو ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي.

همداراز له دې پروژې څخه به ۵۲۸۷۰ میندواره میرمنې او ۶۳۲۸۲ تنه ماشومان چې عمرونه له پنځو کلونو ښکته وي،‌ ټولټال ۱۳۴۸۷۶ کسان ګټه پورته کړي.

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز ویلي، د دې پروژې موخه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټول او اړينو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زمینې هوارول دي.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیایی سازمان د ماموریت مشر ډاکټر جمشید وویل:"ددې پروژې پر مټ به موږ د افغانستان هغو سیمو ته اړین روغتیايي مرستې ورسو، چیري‌ ورته سخته اړتیا ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG