د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي لپاره د عدالت غوښتنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي لپاره د عدالت غوښتنې نتیجه ورکړې او اوس ښځې کولی شي چې په دغې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات ترلاسه کړي.

دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) ویلي چې له دې وړاندې د کهمرد ولسوالۍ سیمه‌ییزې ادارې په یوې ابلاغیه کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه کړې وه چې له محرم پرته ښځو ته د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو ډډه وکړي.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د دغه بندیز له امله په کهمرد ولسوالۍ کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو په لاسرسي محدودیتونه لګول شوي او د روغتیا حق ته د هغوی لاسرسی نقض شوی دی.

دغه کمېسیون په یو بیان کې ویلي چې درې اونۍ وړاندې یې د بامیان والي ته د یو مکتوب په استولو په دې برخه کې د عدالت غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي: "سیمه‌ییز حکومت د کمېسیون له عدالت غوښتنې سره سم او د کهمرد ولسوالۍ د تصمیم په تړاو له پوهاوي وروسته، په بیړني ډول د رامنځ ته شویو محدودیتونو د له منځه وړلو امر وکړ. د کمېسیون نظارتي موندنې ښيي چې د ولسوالۍ ادارې ابلاغیې راتولې کړې دي او په نتیجه کې یې په روغتیايي مرکز کې په میرمنو باندې لګېدلي بندیزونه له منځه تللي دي".

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د روغتیا حق ته لاسرسی د افغانانو له اساسي حقونو څخه ګڼل کېږي او په دې برخه کې د هر ډول محدودیت لګول د اساسي قانون، د بشري حقونو نړیوالې اعلامې او له ښځو سره د هرې بڼې تبعیض د له منځه وړلو د نړیوال کنوانیسون په خلاف دي.

د یو بل خبر له مخې ملګرو ملتونو ویلي چې په سمنګان کې د جګړو له امله ۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو څخه بې‌برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د دغو روغتیايي مرکزونو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG