د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سترې محکمې لومړۍ تور پوستې قاضۍ لوړه وکړه


د میرمن جکسن د لوړې مراسم

کیتانجي‌ براون جکسن د پنجشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د لومړۍ تور پوستې (افریقايۍ-امریکایۍ) قاضۍ او غړې په توګه لوړه وکړه.

یو پنځوس کلنې کیتانجي براون جکسن د امریکا قاضي القضات جان رابرتس او د سترې محکمې د تقاعد کېدونکي قاضي سټیفن برایر په لاس د وفادارۍ لوړه وکړه.

میرمن جکسن د قاضي برایر ځای ناستې کېږي. د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د تحلیف د مراسمو له بشپړ کېدو وروسته ښاغلي رابرتس وویل: « د محکمې د ټولو غړو په استازیتوب زه خوښ یم چې قاضۍ جکسن ته محکمې ته د راتګ ښه راغلاست وایم.»

ولسمشر بایډن میرمن جکسن دغې دندې ته کاندیده کړې وه. نوموړې د اپریل په اوومه نېټه د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د ۵۳ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره دغه مقام ته بریالۍ شوه.

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا ۱۰۰ غړي‌ لري او څوکۍ یې د دموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ په مساوي ډول وېشل شوې دي.

تر کیتانجي براون جکسن مخکې دوه نور افریقايي-امریکايان هم د سترې محکمې قاضیان ټاکل شوي، خو دا لومړۍ تور پوستې ده.

میرم جکسن شاوخوا لس کاله د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړې. هغه همدغه راز مدافع وکیله هم وه او لومړۍ مدافع وکیله هم شوه چې د سترې محکمې قاضۍ کېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ستره محکمه نهه غړي لري چې د کیتانجي براون جکسن په ورتلو سره پوره کېږي. همدغه راز دا به لومړی ځل وي چې د امریکا د سترې محکمې څلور غړي ښځې دي.

XS
SM
MD
LG