د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل یوه افریقایۍ-امریکایۍ د امریکا د سترې محکمې قاضۍ شوه


کیتانجي براون جکسن د امریکا د سترې محکمې لومړۍ تور پوستې قاضۍ
کیتانجي براون جکسن د امریکا د سترې محکمې لومړۍ تور پوستې قاضۍ

د امریکا متحدو ایالتونو د سنا غړو د پنجشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري۱۸) د ۵۳ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو په ورکولو سره کیتانجي براون جکسن د امریکا د سترې محکمې قاضۍ انتخاب کړه.

میرمن جکسن لومړۍ تور پوستې امریکایۍ ده چې د متحدو ایالتونو د سترې محکمې قاضۍ کېږي. د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس د سنا د دغې تاریخي غونډې او رایې اچوونې مشري کوله.

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا ۱۰۰ غړي‌ لري او څوکۍ یې د دموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ په مساوي ډول وېشل شوې دي.

په سنا کې په داسې مهمو مسائیلو کې په رایه اچوونې کې که نوماند مساوي رایه ترلاسه کړي، د ولسمشر مرستیاله/مرستیال حق لري چې خپله یوه رایه ورکړي او اکثریت معلوم شي.

مګر، د میرمن جګسن په قضیې کې د کاملا هریس رایې ته اړتیا پیدا نشوه، ځکه د ۵۰ دموکراتو استازو تر څنګ، دریو جمهوریت غوښتونکو هم هغې ته د تائیدۍ رایه ورکړه او انتخاب شوه.

تر کیتانجي براون جکسن مخکې دوه نور افریقايي-امریکايان هم د سترې محکمې قاضیان ټاکل شوې وو او خو دا لومړۍ تور پوستې ده.

میرم جکسن شاوخوا لس کاله د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړې او تېره میاشت د سنا د قضايي کمېټې په یوې استماعیه غونډې کې دموکراتانو هغه وستایله. هغه همدغه راز یوه عمومي مدافع وکیله وه او لومړۍ مدافع وکیله هم شوه چې د سترې محکمې قاضۍ کېږي.

خو له دې هر څه سره سره د مدافع وکیلې په توګه د هغې په کاري تجربو او د ماشومانو په جنسي فلمونو [پونوګرافي] کې دخیلو افرادو ته د سپکې سزا ورکولو یا سزا غوښتلو له کبله په هغې باندې انتقادونه هم کېږي.

په سنا مجلس کې د جمهوریت غوښتونکو استازو انتقاد وکړ چې مېرمن جکسن له مجرمینو سره نرم چلند کړی دی.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا تامس ګرینفیلد د میرمن جکسن د ټاکل کېدو په اړه وویل چې هغه «احساساتي وه او ویاړي» چې داسې یو کار وشو ځکه چې د هغې انتخابولو بهیر ډېر وخت ونیوه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ستره محکمه نهه غړي لري چې د کیتانجي براون جکسن په ورتلو سره پوره کېږي. همدغه راز دا به لومړی ځل وي چې د امریکا د سترې محکمې څلور غړي ښځې دي.

XS
SM
MD
LG