د لاس رسي وړ اتصالات

فیصل کریم کنډي: د خېبرپښتونخوا پالیسي به نور د کابل پر ځای له اسلام اباده راځي

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وايي چې له دې وروسته به ددغه ایالت لپاره پالیسي له کابل او کندهار څخه نه ټاکل کېږي، بلکې له اسلام اباده به راځي.

فیصل کریم کنډي ادعا کړې "له دې وروسته به د خېبرپښتونخوا سیاستونه په اسلام‌اباد کې ټاکل کېږي، نه په کابل، جلال‌اباد او یا کندهار کې. د دغه ایالت نوې اداره به د وسله ‌والو ډلو پر ضد د مبارزې او د امنیت د ټېنګښت لپاره د پاکستان د فدرالي حکومت سیاستونه تعقیبوي. "

په ورته وخت کې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د افغان طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د افغانستان له خاورې څخه د راولاړېدونکي مستند ترهګریز ګواښ د حل پر ځای، تورونو، لفظي شعارونو او د موضوع د اړولو لارې ته مخه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سېمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.

بلخوا د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې په یوې غونډه کې خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونه‌ کړي چې د ده په خبره د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، له پایلو سره به‌ یې مخامخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي "له بده مرغه، لکه څنګه چې ما وویل، موږ نور نه شو کولای د افغانستان له خاورې څخه د راولاړېدونکي دوامداره ترهګریز ګواښ پر وړاندې سترګې پټې کړو. "

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت په خېبر پښتونخوا کې بیړني حالت اعلان کړی او د خبیرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدی او د تحریک انصاف ګوند اړوند ځینې نور جګپوړي چارواکي هم نیول شوي.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد سفیان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دومره ګډوډۍ لپاره هیڅ اړتیا نه وه.

محمد سفیان وايي "زه د پاکستان تحریک انصاف(PTI) کارکوونکی یم. دوی اوږد لاریون کوي. د سهیل افریدي په اړه، هغه وایي چې که له عمران خان سره د لیدنې زمینه برابره شي، نو باید دا لیدنه ترسره شي. دومره شور او ګډوډۍ ته هېڅ اړتیا نشته؛ یوازې دا کار ترسره کړئ، دا خو یوازې یوه لیدنه ده. د لیدنې زمینه برابره کړئ، نو دا ستونزې به نورې پاتې نه شي. "

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یکشنبې په ورځ د ( اکټوبر۱۱مه) په خیبر پښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ. په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند واکمني کوله.

بېړنی حالت یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شو کله چې د عمران خان پلویانو څو ورځې په دغه ولایت کې لاریونونه وکړل.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG