د لاس رسي وړ اتصالات

خېبر پښتونخوا کې بیړنی حالت؛ اعلی وزیر یې نیول شوی

د خېبر پښتونخوا لاریون
د خېبر پښتونخوا لاریون

په خېبر پښتونخوا کې د بیړني حالت تر اعلانېدو وروسته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په لسګونه غړي نیول شوې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یکشنبې په ورځ د ( اکټوبر۱۱مه) په خیبر پښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ. په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند واکمني کوله.

بېړنی حالت یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شو کله چې د عمران خان پلویانو څو ورځې په دغه ولایت کې لاریونونه وکړل.

یوې سرچینې ویلي چې د بیړني حالت له اعلان وروسته د خبیرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدی او د تحریک انصاف ګوند اړوند ځینې نور جګپوړي چارواکي هم نیول شوي.

د کورنیو چارو ایالتي وزیر طلال چوهدري رویترز خبری اژانس ته ویلي: "هو، زه تاییدولی شم چې اعلی وزیر او د هغه د کابینې ځینې غړي د احتیاطي توقیف لپاره نیول شوي دي. "

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان غندلی او ویلي یې دي چې د اعلی وزیر سهیل افریدي په شمول د تحریک انصاف د مشرانو نیول د ده په خبره د «پنجابي جنرالانو» د ناقانونه او غیر ډموکراټیکه کړنو پایلې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: "د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون د تحریک انصاف(PTI) د ټولو مشرانو او فعالانو نیول د پنجابي جنرالانو او سیاستوالو غیرقانوني، غیر دیموکراتیک، ظالمانه او جابرانه کړنې دي. پنجابي پوځي جنرالانو تل اشغال شوې پښتونخوا د خپلو استعماري تجربو لپاره د یوې لابراتوار په توګه کارولې ده. "

د پاکستان د قانون او عدالت وزیر اعظم نذیر تارړ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د فدرالي حکومت د اعلامیې له مخې په خیبر پښتونخوا کې حکومت ځنډول شوی او د اوس لپاره دغه حکومت شتون نه لري.

د پاکستان د قانون او عدالت وزیر اعظم نذیر تارړ وايي "دا پریکړه په بشپړه توګه د اساسي قانون له مخې شوې ده.دا یو قانوني اختیار دی چې د اساسي قانون له مخې لومړي وزیر ته ورکړل شوی دی. اساسي قانون یو داسې سند دی چې د ټولو په توافق جوړ شوی، او دا پرېکړه د ولسمشر د قناعت او رضایت لپاره ده."

د پاکستان فدرالي حکومت چارواکو ویلي بېړنی حالت وروسته له هغې اعلان شو چې ولایتي حکومت په دغه ولایت کې د اسلامپالو وسله‌ والو فعالیتونو په مهارولو کې پاتې راغی.

د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان ګوند، پاکستان تحریک انصاف (PTI)، دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د بېړني حالت د اعلان موخه دا ده چې د هغه پلویان اسلام‌آباد ته له لاریون کولو څخه راوګرځول شي.

د عمران خان پلویانو غوښتل پلازمېنې اسلام اباد ته لاریون وکړي او پر حکومت فشار راوړي، څو عمران خان خوشې کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG