د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: د نارډ سټریم د ګازو په نل لیکه برید د بریتانوي پوځیانو کار و  


کرملېن نن د نومبر په لومړۍ نېټه (لړم ۱۰مه) بریتانیا په هغو چاودنو کې په لاس لرلو تورنه کړه چې د روسیې د نورډ سټریم په نامه د ګازو د پایپ لاین د سوري کیدو لامل شوې وې.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "زموږ استخباراتي خدمات داسې معلومات لري چې ښیي د بریتانیا پوځي کارپوهانو برید اداره او همغږی کاوه."

هغه زیاته کړه چې "داسې شواهد شته چې انګلستان په دې تخریبي عمل کې – د روسیې د حیاتي زیربناو نه بلکې په نړیوالو زیربناو باندې په یو تروریستي برید کې – ښکیل وه."

دغه روسي چارواکي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې لویدیځ باید د مسکو معلومات په "احتیاط" سره تحلیل او ارزوي.

لندن پخوا د روسيې دا ادعاوې رد کړې وې او د دغه هېواد پوځ دا تورونه جعلي بللي وو.

د سپټمبر په ۲۶ مه د نارډ سټریم ۱، او نارډ سټریم ۲، پایپ لاینونو کې چاودنې وشوې او د دې پایپ لاین په څلورو برخو کې درزونه رامنځته شول. د دې پایپ لاین دوه درزونه د سویډن په اقتصادي سیمه کې او دوه نور یې د بالتیک سمندرګي کې د ډنمارک په اقتصادي سیمه کې رامنځته شوي وو.

د چاودنې په وخت کې په دې پایپ لاینونو کې د ګازو بهیر روان نه و، خو په دې کې درزونه د بالتیک سمندر په اوبو کې د میتان ګاز د پراخ پریوتلو لامل شوي او جدي اندیښنې یې رامینځته کړې.

مسکو مخکې له دې چې شواهد وړاندې کړي، لویدیځ هېوادونه په دغو چاودنو کې په لاس لرلو تورن کړي وو. خو یو شمېر لویدیځو هېوادونو او اوکراین ویلي چې د دغو چاودنو تر شا روسیه ده.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن له دغه پایپ لاین څخه د ګازو وتل «قصدي تخریب» بللې و او ویلي یې وو چې واشنګټن او متحدین یې د دې پېښې د حقیقت موندلو لپاره جدي هڅې کوي.

د نارډ سټریم لانجه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې، چې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین د پوځي یرغل له کبله د لوېدیځ او روسیې تر منځ کړکېچ زیات شوی او دې کړکېچ له روسیې څخه اروپا ته د انرژۍ پر صادراتو سیوری اچولی دی. د جرمني په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونه تر ډیره د روسیې د انرژۍ په سرچینو تکیه لري. خو اروپایي ټولنه اوس هڅه کوي چې پر دغو منابعو باندې د خپلو غړو هیوادونو تکیه راکمه کړي.

XS
SM
MD
LG