د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې اقتصادي کمیشنر: که روسیه ګاز بند کړي، اروپایي ټولنه ورته تیاری لري


د اروپايي ټولنې اقتصادي کمیشنر پاولو جنتیلوني د شنبې په ورځ سپټمبر دریمه (وږي ۱۲) وویل اروپايي ټولنه په بشپړ ډول د روسیې د ګازو د بندیدو په صورت کې "ښه چمتو" ده.

نوموړي وویل اروپايي ټولنه کافي زیرمې او د انرژۍ د سپما اقدامات لري.

ښاغلي جنتیلوني د اروپایي ټولنې د یوې اقتصادي غونډې پرمهال خبریالانو ته وویل:" موږ ښه چمتوالی لرو څو د ګازو له وسلې څخه د روسې د افراطي کارونې په وړاندې مقاومت وکړو."

هغه زیاته کړه، اروپايي ټولنه د پوتین له تصامیمو نه ویریږي او روسان باید قرار داد ته درناوی وکړي، خو که هغوی دا کار ونکړي، اروپایي ټولنه چمتو ده چې اقدام وکړي.

د روسیې ګازپروم شرکت د جمعې په ورځ سپټمبر دویمه وویل د نارډ ستریم د ګازو نل لیکه چې روسیه د جرمني له شمال سره نښلوي او ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ د ترمیم له درې ورځني کار وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړي، د توربین تر ترمیم پورې به په بشپړ ډول بنده وي.

مسکو د جي اوه یا د اوو صنعتي هیوادونو د جمعې د ورځې د هغې پریکړې په وړاندې غبرګون وښود چې د روسیې د انرژۍ برخې د نښه کولو او د یاد هیواد د نفتو د قیمت پر محدودیدو یې هوکړه وکړه.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسلا فون درلین د جمعې په ورځ وویل "اوس ددې وخت" دی چې له روسیې څخه د پایپ لاین له لارې واردیدونکو ګازو ته قیمت وټاکل شي. هغې د ایټالیا د صدراعظم ماریو ډراغي د شویو هڅو ملاتړ وکړ.

جینټولوني وویل اوسمهال د عرضې د تنوع په نتیجه کې، په اروپايي ټولنه کې د ګاز زیرمه ۸۰ سلنه ده .

هغه وویل بروکسل په تیرو میاشتو کې ډیرې هڅې کړي خو نن د نور کار د کیدو امکان هم شته.

XS
SM
MD
LG