د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک وايي له روسیې څخه اروپا ته غځېدلې د ګازو چاودلې نل لیکې رغول شوي


د بالتیک سمندرګي د اوبو لاندې چاودنو دا اونۍ د نورډ سټریم یو او دوه نل لیکې زیانمنې کړې. دا نل لیکې له روسیې څخه اروپا ته طبیعي ګاز لېږدوي.
د بالتیک سمندرګي د اوبو لاندې چاودنو دا اونۍ د نورډ سټریم یو او دوه نل لیکې زیانمنې کړې. دا نل لیکې له روسیې څخه اروپا ته طبیعي ګاز لېږدوي.

د ډنمارک چارواکي وايي د بالتیک په سمندر کې د طبیعي ګازو د هغو ماتو شویو نل لیکو څخه د ګازو خپرېدل بند شوي دي چې له روسیې څخه جرمني ته طبیعي ګاز لېږدوي.

د ډنمارک د انرژۍ ادارې نن یکشنبه اکتوبر دوهمه (تلې ۱۰) اعلان وکړ چې ددغو نل لیکو تنظیمونکي شرکت ورته خبر ورکړی چې په "نورډ سټریم یو" نل لیکه کي فشار عادي شوی او د ګازو خپرېدل درېدلي دي.

د شنبې په ورځ ددې ادارې لخوا په ټویټر کې په خپاره شوي بیان کې د "نورډ سټریم ۲" نل لیکه کي د فشار د عادي کيدو او د ګازو د خپرېدو د مخنیوي خبر ورکړل شو.

د سمندر لاندې چاودنو دا اونۍ د نورډ سټریم یو او دوه نل لیکې زیانمنې کړې، د نل لیکو په درې ځایونو کې درزونه وموندل شول او له امله یې زیاته اندازه ګاز اوبو ته وبهېدل. پلټونکو ویلي چې په دغو چاودنو کې څو سوه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

بل خوا روسیې په دې تړاو پر لویديځ تور لګولی چې پدې پېښو کې لاس لري.

د روسیې جمهو ر رئیس ولادیمیر پوتین وویل: "لویدیځې نړۍ پر بندیزونو بسنه ونکړه، اوس یې سبوتاژ ته مخه کړې. دوی د بالتیک سمندرګي له تل څخه د تېرې شوي د ګازو د نړیوالې نل لیکې کې د چاودنو د تنظیمولو له لارې خرابکاري کړې."

امریکا د روسیې دغه تورونه رد کړي، او د نورد سټریم په نل لیکو کې رامنځته شوي درزونه یې د روسیې کار بللی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وویل، امریکا له خپلو متحدینو سره په دې اړه د حقیقت موندنې دپاره پلټنې پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زما په امر موږ د دې مهمې زیر بنا د ساتلو لپاره د خپلو متحدینو سره د مرستې لپاره کار پېل کړی. دا چې په رېښتېا څه شوي، موږ تر اوسه نه پوهېږو، خو موږ پدې اړه د پوتین خبره نه اورو، هغه چې پدې اړه څه وايي هغه رېښتېا ندي."

د ملګرو ملتونو په غونډه کې ناندرۍ

د نورډ سټریم په نل لیکو کې د رامېنځته شویو درزونو په اړه په ملګرو ملتونو کې په جوړه شوې غونډه کې د جمعې په ورځ د امریکا او روسیې استازو د یو بل سره لفظي شخړه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبینزیا غونډې ته وویل: "اصلې پوښتنه دا ده، چې هغه څه چې رامېنځته شوې، امریکا ته ګټه رسوي او که نه. پرته له شکه، جواب یې هو دی."

هغه زیاته کړه: "د امریکا مایع طبیعي ګاز لېږدونکي به اروپا ته د دغه ګاز څو برابره لېږدول اوس لمانځي. له سیاسي اړخه، د اروپايي ټولنې پر خپل ځان د بسیایني وروستی مزی هم شکيدلی. د ګاز د نه موجودیت له کبله اروپايي تولیدات هم په تېزۍ سره امریکا ته منتقل کیږي. . زه پدې خونه کې ناست د امریکا له استازي همدا اوس پوښتنه کوم، چې ایا ستاسې هیواد پدې سبوتاژ کې ککړ ندی؟"

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال ریچارډ ایم مېلر په ځواب کې د روسیې د استازي تورونه رد کړل، او روسیه یې د ملګرو ملتونو له پلاټفورم څخه په ناسمه ګټه اخېستنه تورنه کړه.

ښاغلي مېلر وویل: "زما روسي ملګري پاروونکې لحن ته دوام ورکوي او امریکا پدغه سبوتاژ کې په لاس لرلو تورنوي. اجازه راکړۍ دې پوښتنې ته ځواب ووایم. اجازه راکړي، په روښانه ډول یې ووایم. د امریکا متحد ایالت پدغه پېښه کې لاس درلودل په کلکه ردوي."

خو د دې ټولو ناندریو سره سره امریکايي چارواکو د نورډ سټریم په نل لیکه کې د درزونو د رامېنځته کېدو په اړه د څېړنو او صبر کولو غوښتنه کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین دغې نل ليکې ته د زیان رسېدلو په اړه لګول شوي تورونه اټکلونه وبلل او زیاته یې کړه: "تر څو چې موږ نور معلومات تر لاسه نکړو، موږ نه پوهیږو چې د دې کار مسوول څوک دی."

د امریکا اروپايي متحدین د ګازو لپاره پر روسیه متکي دي. خو پدې وروستېو کې اروپايي هیوادونو د روسیې پر ګازو د خپلې تکیې د کمولو لپاره هڅې پېل کړيدي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې مشرې او نورو اروپايي مشرانو له اذربایجان څخه بلغاریا ته د ۱۸۲ کیلومترو په اوږدوالي د ګازو د لېږد یوه نل لیکه پرانیستله. د اروپايي ټولنې مشرې اورزالا وانډرلاین دا پروژه "د لوبې د بدلون" په نومه یاده کړه.

هغې وویل: "د بلغاریا او جنوب ختیځې اروپا لپاره یو نوی فصل پیل شوی. بلغاریا د ګازو دپاره اتیا سلنه پر روسیې متکي وه. دا وړاندې له هغه و چې روسیې د اروپا پر وړاندې د ګازو وحشي جګړه پیل کړه. دا د بلغاریې او اروپا لپاره د انرژۍ په برخه کې د لوبې تغییروونکی پرمختګ دی."

د لویديځ او روسیې تر مېنځ دا جنجال وروسته له هغه پیل شو چې روسیې تېره اونۍ د اوکراین یو شمېر سیمې رسما د روسیې سره یو ځای کړې.

XS
SM
MD
LG