د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او اوکراین د کاخوفکا د اوبو بند په تخریبولو کې یو بل تورنوي 


د روسیې تر اشغال لاندې کریمیه کې د کاخوفکا اوبو د لوی بند له تخریبېدو وروسته مسکو ویلي دي چې دا د کیف «قصدي تخریب» و چې کریمیه له اوبو څخه محرومه کړي.

کیف او مسکو د «دنیپرو» په سیند کې د دغه بند په تخریبولو کې یو بل تورن کړي دي.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف وویل: «موږ په ښکاره دا اعلان کولای شو چې دا د اوکراین یو قصدي تخریب و چې یو هدف یې له اوبو څخه د کریمیه محرومول و.»

نوموړي زیاته کړه چې کرملین د کیف او لویدیځ مقاماتو دا تورونه په کلکه ردوي چې ګنې روسیه په دغه بند باندې د برید تر شا وه، ده ټول مسئولیت د «کیف په رژیم» واچوه او ویې ویل چې د روسیې د دفاع وزارت ولسشمر ولادمیر پوتین ته په دې اړه معلومات ورکړي دي.

اوکراین بیا روسیه په دغه برید کې دخېله بللې ده او یلي دي چې د روسیې «تروریستي دولت» د دې کار مسئول دی. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نن سه شنبه جون شپږمه (جوزا۱۶) وویل چې نړۍ باید د کاخوفکا په بند باندې د برید په اړه غبرګون وښيي.

هغه وویل: «دا د روسیې یوازې یو تروریستي عمل دی. دا د روسیې یوازې یو جنګي جنایت دی.» په همدې حال کې د اوکراین د برېښنا د ادارې مشر ایګور سیروتا وویل: «دا بند بیا نشي رغول کېدای، ځکه چې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی... اوبو یې د هایدورلیک سیستم وړی دی.»

د کرملین ویاند ویلي دي چې د یو کانال له لارې کریمیه ته تلونکې اوبه کمې شوې دي. د «کاخوفکا» د اوبو په بند باندې برید د سیلابونو د راوتلو او د «زاپوریژیا اتومي» بټۍ د مصونیت په اړه اندېښنې پارولې دي. دا بټۍ له بند څخخ شاوخوا ۱۵۰ کیلو میتر لېرې ده.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ایجنسۍ د بند له تخریب وروسته ویلي چې سمدستې «د اتومي مصونیت په اړه خطر» نه لیدل کېږي، خو هڅه کوي د اروپا د دغې لویې اتومي بټۍ د یخ ساتلو لپاره د اوبو ترلاسه کولو لارې چارې ولټوي. له دغه بند څخه د دغې بټۍ د یخ ساتلو لپاره اوبه ځي. دغه سازمان ویلي دي چې حالت له نژدې څاري.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په دغه بند باندې برید غندلی دی. هغه د خپلې ټولنیزې شبکې په پاڼې لیکلي دي: «په ملکي تاسیساتو باندې قصدي برید جنګي جنایت دی.»

د اوکراین د جمهوري ریاست مشاور میخایل پودولیاک وویل: «نړۍ یو ځل بیا د اتومي کړکیچ غاړې ته ودرېدله، ځکه چې زاپوریژیا اتومي بټۍ د یخېدو سرچېنه له لاسه ورکړه. او دا خطر په چټکۍ سره زیاتېږي.»

XS
SM
MD
LG