د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د روسیې څلور قونسلګرۍ تړي 


په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت
په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له روسیې څخه د سلګونو جرمني ډپلوماټانو او کارکوونکو له وتلو وروسته به برلین په خپله خاوره کې د مسکو ډپلوماټیک حضور په بې ساري ډول راکم کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي لسمه) خبریالانو ته وویل: "موږ پریکړه کړې چې د روسیې د هغو پنځو قونسلګریو له جملې څخه چې په جرمني کې فعالې دي، د څلورو د فعالیت لپاره خپل رضایت بیرته واخلو. "

هغه زیاته کړه: "دا موضوع نن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته ابلاغ شوه. "

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۶) ویلي وو چې د مسکو له حکم سره سم په سلګونو جرمني کارکوونکي چې په تعلیمي او کلتوري برخو کې کار کوي باید له روسیې څخه ووځي. مسکو په روسیه کې د جرمني پرسونل شمیر ۳۵۰ تنو ته محدود کړی دی.

د دغه وزارت په وینا، دا اقدام وروسته له هغه شوی چې روسیې د جرمني حکومت دې ته اړ کړ چې د جون تر لومړیو پورې په مسکو کې د ډپلوماټانو او د ګویتې انسټیټیوټ کلتوري سازمان او په مسکو کې د جرمني ښوونځیو په ګډون د دولتي کارکوونکو او ملکي مامورینو شتون کم کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:"ددې لپاره چې وکړای شو د روسیې د غوښتنو په اساس د خپلو کارکوونکو شمیر محدود کړو، دولت پریکړه کړې چې په کالینینګراد، یکاترینبورګ او نووسیبیرسک کې د جرمني قونسلګرۍ وتړي. "

هغه وویل چې په دغو قونسلګریو کې کارونه يپه پام وړ اندازه کم شوي او د نومبر تر میاشتې به بند شي. خو هغه زياته کړه چې په مسکو کې د جرمني سفارت او په سنټ پيټرزبورګ کې قونسلګري به له دې پرېکړې مستثنا وي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل:"په جرمني کې د روسیې د حضور په اړه ورته تصمیم نیول شوی تر څو پرسونل او جوړښت له پلوه د حضور د انډول په هکله ډاډ ترلاسه شي."

پر اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د پوځي یرغل دمخه جرمني د مسکو نږدې اقتصادي ملګری و. پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته جرمني له مسکو څخه ځان لرې کړ او پر ځای یې له کیف سره مالي او پوځي مرستې وکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د جرمني د امنیتي چارواکو په وینا، په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، په جرمني کې د روسیې جاسوسۍ فعالیتونه په بیسارې توګه زیات شوي دي.

تر دې مخکې د روان کال د اپریل په نیمایي کې جرمني د روسیې د استخباراتي حضور د کمولو په خاطر یو شمېر روسي دپلوماټان له هغه هېواده وایستل. دغه اقدام د مسکو سخت غبرګون وپاراوه او د جرمني د سفارت شاوخوا شل کارکوونکي یې له دغه هېواده وایستل.

XS
SM
MD
LG