د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د جرمني سلګونو ډپلوماټان او ملکي کارکوونکي باسي 


په مسکو کې د جرمني سفارت
په مسکو کې د جرمني سفارت

د جرمني یوې حکومتي سرچینې د شنبې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي ۶) وویل چې د مسکو له حکم سره سم په سلګونو جرمني کارکونکي چې په تعلیمي او کلتوري برخو کې کار کوي باید له روسیې څخه ووځي.

دغې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي، دا کار د روسیې له پرېکړې وروسته کېږي، چې د جرمني حکومت یې اړ کړ چې د جون تر لومړیو پورې په مسکو کې د خپلو ډپلوماټانو، او د ګویټه انسټیټیوټ د کلتوري سازمان او په مسکو کې د جرمني ښوونځیو په څیر په حکومتي بنسټونو کې د خپلو ملکي کارکوونکو شتون راکم کړي.


دغه سرچینې د زوددویچشه سایتونګ (Sueddeutsche Zeitung)جرمني ورځپاڼې خبر تائید کړ د روسیې دغه اقدام یې د برلین پر وړاندې "د مسکو ډپلوماټیکه جګړه" ګڼلې ده.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې "دا یو اړخیزه، غیر موجه او درک نه کیدونکې پرېکړه ده."

پر اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ د میاشتې د پوځي یرغل دمخه جرمني د مسکو نږدې اقتصادي ملګری و. پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته جرمني له مسکو څخه ځان لرې کړ او پر ځای یې له کیف سره مالي او پوځي مرستې وکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د جرمني د امنیتي چارواکو په وینا، په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، په جرمني کې د روسیې جاسوسي فعالیتونه په بیسارې کچه زیات شوي دي.

تر دې مخکې د روان کال د اپریل په نیمایي کې جرمني د روسیې د استخباراتي حضور د کمیدو په خاطر یو شمیر روسي ډیپلوماتان له هغه هیواد څخه وایستل. دغه اقدام د مسکو سخت غبرګون وپاراوه او د جرمني د سفارت شاوخوا شل کارکوونکي یې له دغه هېواده وایستل.


د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ په اپریل کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني د ډپلوماټانو او د حکومتي موسسو د استازو د شمیر لپاره یو حد وټاکه چې کولی شي په قانوني توګه په هغه هیواد کې کار وکړي.

یوې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي چې "هغه حد چې روسیې د جون له پیل راهیسې ټاکلی دی په روسیه کې په ټولو برخو کې د [جرمني] د شتون د لوی کمښت په معنی دی."


د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د مسکو پریکړه به د دې هېواد په څومره ملکي کارکوونکو اغیز وکړي. خو جرمني ورځپاڼي 'زوددویچشه سایتونګ' خبر ورکړی دی چې د جرمني د حکومت څو سوه ملکي مامورین به د دغې پریکړې له امله اغیزمن شي.

د دې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د جرمني چارواکو له څو اوونیو راهیسې هڅه کوله چې روسي چارواکي قانع کړي چې خپله پرېکړه بدله کړي، خو بریالي نه شول.


په پایله کې په مسکو کې د ډپلوماټانو، د قونسلګرۍ د کارکوونکو او د کلتوري او تعلیمي څانګو د کارکوونکو په ګډون د جرمني مقامات د روسیې څخه وتلو ته اړ کیږي.

جرمني د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې له دغه هیواد څخه لږ تر لږه ۴۰ روسي ډپلوماټان ایستلي وو. برلین په دې باور وو چې دغه روسي ډپلوماتان د جرمني لپاره امنیتي ګواښ دی.


د جرمني د سایبري امنیت د ادارې مشر، آرنه شوینباوم د تیر اکتوبر په میاشت کې وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې هغه د سایبري امنیت له یو شرکت سره چې ګمان کیږي د روسیې له استخباراتي خدماتو سره یې تړاو درلود، په ارتباط کې و.

یوه میاشت وروسته له هغه د جرمني د امنیتي ځواکونو یو افسر روسیې ته د جاسوسۍ په تور په یو کال او نهه میاشتې بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG