د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ بې ځایه شوي خلک په بیابان پراته دي


د کونړ د دانگام ولسوالۍ څخه یوه بې ځایه شوې کورنۍ
د کونړ د دانگام ولسوالۍ څخه یوه بې ځایه شوې کورنۍ

سیمه ییز چارواکي وايي چې په دانګام کې لاهم وسله والو ګڼې کورنۍ خوندي سیمو ته له تګ څخه ایسارې کړي دي. د مقاماتو په وینا اوس مهال د دانګام ولسوالۍ په ساوون، کڅۍ سور کمر او ګڼو نورو سیمو کې له زرو ډېرې کورنۍ بندې پاتې دي.

ولسي خلک وايي په کورنو کې غله دانه خلاصه شوې او خلک د لوږې له وجې مزل نشي کولای.

له سیمې څخه یو بې ځایه شوی شخص وایي " زما نوم فضل ربي دی، خلک ایسار دي او مونږ ترې ځانونه راوویستل، ماشومان د ونو پاڼې خوري او دولت زمونږ غم نه کوي."

د چارواکو له خولې په اټکلي توګه نژدې درې سوه کورنۍ اوس مهال له یو شمېر سیمو وتلي دي، ځینې یې ګاونډیو ولسوالیو او څه یې د کونړ مرکز اسداباد ته او یو شمیر یې گاونډي ولایت ننګرهار ته گډه شوي دي.

په شیګل ولسوالۍ کې د ځینو کورنیو غړو په خالي مېدان شپه سبا کړې ده. یوه کوچنۍ ماشومه وایي "زما نوم محبان دی او مونږ د یوې جوړې جامې سره راغلي یو او بیګا مې سر په کمر ایښی و."

تر اوسه راوتلو کورنیو داسې مرستې نه دي رسیدلي چې پرې بسیا شي، خو د کونړ ولایتي ادارې نن له یو شمېر کورنیو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي نورې مرستې پر لاره دي " مرستې راروانې دي، د کرنې وزارت لخوا هم ۱۲۰ ټنه غنم او اته ټنه بوره ده، تجارانو هم مرستې راروانې کړي او کمیسیون مو جوړ کړی چې مرستې سمې وویشي."

د کونړ د دانگام ولسوالۍ د بې ځایه شویو سره د مرستو په هکله د کونړ د والي څرگنودنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:23 0:00

افغان پوځیان هماغسې په خپلو زړو مورچلو کې ناست دي او وسله وال طالبان یې کله کله تر برید لاندې نیسي.

نن غرمه په خرو پټي، کې ایساف جیټ الوتکو بمباري هم کړې، چې د یو سیمې د ولسوال عنایت الله په وینا ۱۲ وسله وال پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خلک اندېښمن دي چې که د جګړې په سیمه کې ایسارې کورنۍ را ونه وځي ښایي په دې سخت ژمي کې یې یو شمیر له لوږې او یخنۍ له وجې ومري.

په دانګام کې د روانې جګړې دیارلسمه ورځ ده، خو حکومتي ځواکونه لاهم د وسله والو طالبانو لخوا نیول شویو سیمو ته ندي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG