د لاس رسي وړ اتصالات

له هرې ممکنه لارې باید ماشومانو ته پولیو واکسین ورسول شي - د کندز روغتیایي چارواکي


روغتیا يي کار کوونکي هڅه کوي، د پولیو له کمپاین څخه پاتي شویو ماشومانو ته په کلینکونو کې د پولیو د څاڅکو ورکولو زمینه برابر کړي، د کلیو په روغتیایي مرکزونو کې یو شمېر کسان په همدې خاطر ګومارل شوي دي.

د کندز ولایت د کتلوي معافیت ریس ډاکټر غلام جیلاني عطايي امریکا غږ ته وویل،د دوی لومړنۍ هڅه دا ده چې، له هرې ممکنه لارې وکولی شي، لرې پرتو سیمو او هغو ځایونو ته چې دولت په کې حاکمیت نه لري د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ورسوي، خو که د دوی صحي ټیمونه له ستونزو سره مخ کیږي، نو په روغتیایي مرکزونو کې ګومارل شویو روغتیایي کارکونکو له خوا د سیمې ماشومانو ته واکسین ورکول کیږي.

د کلیوالو سیموماشومانو ته په روغتیایي مرکزونو کې هغه وخت د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکوي، چې کورنۍ یې د درملنې لپاره د سیمې یو صحي مرکز ته یوسي.

ډاکټر عطايي زیاته کړه،هره میاشت د دغو صحي ټیمونو له خوا په کندز کې له ۱۵۰ زرو څخه تر ۱۶۰ زرو پورې ماشومان واکسین کیږي.

" خلک په دې پوهیږي چې واکسین څه اهمیت لري، او په کلیوالو سیمو کې مونږ د پولیو د واکسینو لپاره د ګومارل شویو دایمي ټیمونو له خوا هره میاشت ارقام ترلاسه کوو چې په یوه میاشت کې تقریبا ۱۵۰ زره او یا هم ۱۶۰ زره ماشومان ددغو ټیمونو لارې واکسین کیږي".

د کتلوي معافیت مسولین وايي،د خلکو لپاره د پولیو واکسین تطبیق اهمیت لري او په دې پوه شوي دي، چې واکسین د دوي ماشومانو ته روغتیا ورکوي.

د کندز د عامې روغتیا د ریاست مسولین وايي، دوی له ملي کمپاینونو پرته په ۷۸ صحي مرکزونو کې د پولیو د واکسینو دایمي کارکونکي لري چې له کمپاینونو پاتي ماشومانو ته واکسین رسوي.

د کندز له ښار څخه بهر د یوې ناامنه سیمې اوسیدونکی سید احمد چې په کلینک کې ماشومان واکسین ورکوي وویل.

"زمونږ سیمې ته د پولیو واکسیناتوارن د کمپاینونو پر وخت نه راځي خو دا چې زه د پولیو د واکسینو په اهمیت پوهیږم نو ماشومان مې د واکسینو د کمپاینونو پر وخت کلینیک ته وړم چې واکسین شي، ځکه نه غواړم چې اولادونه مې د ټولنې د اووږو بار شي".

د نړۍ له نورو هیوادونو څخه د پولیو ویروس له منځه تللی، خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم د غه ویروس شته دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG