د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د پولیو واکسین د پوهاوي زیاتیدل


د کندوز عام خلک وايي چې په اوس وخت کې د پولیو د څاڅکو په ارزښت ټول پوه شوي دي، ځکه دوي پوهیږي هغه ماشومان چې د پولیو څاڅکي یې نه وي خوړلي تر نورو ماشومانو زر په پولیو اخته کیدای شي.

د وقایوي طب ډاکتران وايي چې د مرض په مقابل کې تداوي او وقایه دواړه مهم دي او مخکې له دې چې ماشومان په پولیو اخته شي باید هغوي وقایه شي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی فدامحمد وايي: « خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړئ پولیو ماشومان له خپلو حقوقو بې برخې کوي، او د پرمختګ مخه یې نیسي، له کورنیو هیله کوو چې خپل ماشومان واکسین کړئ او هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کالو کم وي باید واکسین شي».

د کندوز یو بل اوسیدونکی رحمت الله وايي: « څلور ماشومان لرم، هر وخت چې له رسینو څخه د پولیو راپور وینم ما ته خپل ماشومان مخې ته ودریږي او کله چې د واکسین والا د دروازې مخې ته راځي نو زر خپل ماشومان ورباسم ځکه که زما ماشومان ګوزڼ نه شي، او هڅه کوم چې د ګاونډیانو ماشومان هم واکسین شي».

د کندوز د کتلوي معافیت مسولین هم وايي چې دوي د پولیو یا ګوزڼ د مرض په اړه عامو خلکو ته زیات معلومات ور رسولي دي.

د کندوز د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي: «مونږ له ځینې دولتي ادارو سره بحث وکړ چې د عامه پوهاوي په برخه کې به خلکو تبلیغات کوي او حج اوقاف ژمنه وکړه چې د ماشومانو د ګوزڼ په اړه په جوماتونو کې د جمعې په ورځ تبلیغات کوي تر څو ماشومان له ګوزڼ څخه وژغورل شي».

د کتلوي معافیت مسولین وايي چې له دوي سره له دولتي ادارو پرته ځینې نور رضا کار خلک هم د پولیو په اړه په عامه پوهاوي کې ملګرتیا کوي چې ماشومان له ګوزڼ کیدو څخه وژغورل شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG