د لاس رسي وړ اتصالات

کندز ۱۸ کلونو کې د پولیو څلور پېښې شوي‌


په کندوز کې د تیرواتلسو کلونو راپه دیخوا د پولیو ۴ پيښې ثبت شوي، دغه پیښې په هغه وخت کې شوي چې کله په کلیو او ولسوالیو کې د پولیو د څاڅکو ممانعت شوی و.

د کندوز صحي مسولین وايي چې په دغه ولایت کې هغه وخت د پولیو پیښې رامنځ ته شوي، چې کله په کلیوالو سیمو کې د ګوزڼ د مخنیوي د واکسینو ممانعت شوی و.

دوي وايي په تیر اتلسو کلونو کې په کندوز کې د پولیو ۴ پیښې ثبت شوي، خو یو وخت صحي مسولین په دې طمع وو چې دغه ولایت به له پولیو پاک اعلان شي.

په کندوز کې د نړیوال صحی سازمان د پولیو ولایتي مسوول ډاکټر عبدالکریم باجوړی داسې وايي: "په ۲۰۰۲ کال کې د پولیو یوه پېښه کندوز کې وشوه، دویمه پېښه په امام صاحب کې په ۲۰۱۰ کال کې وشوه، په دغه وخت په تاجکستان کې ۴۶۰ مثبت پیښې ثبت شوې وې، دریمه پیښه په ۲۰۱۱ کال کې په علي اباد ولسوالۍ کې وشوه، له دغې وروسته تر ۲۰۱۷ کال پورې بله پیښه ثبت نه شوه، خو کله چې د کندوز ولایت سقوط وکړ، له سقوط نه وروسته په کندوز کې د پولیو د واکسینو تطبیق ناشونی و، په چاردره، امام صاحب، دشت ارچي کې د پولیو واکسین له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ پورې تطبیق نه شو، نو ځکه په دشت ارچي کې د ۱۴ میاشتو ماشومه په پولیو اخته شوه، او دغې ماشومې روزمره واکسین هم نه وو اخیستي."

ډاکټران وايي که مور او پلار د پولیو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي نو ډیر ژر به له سیمې او هیواد څخه د پولیو ناروغي ختمه شي.

بل خوا په کندز کې ډاکټر عبدالصمد وايي که چیرې کورنۍ حفظ الصحیه مراعات کړي نو د پولیو د ویروس مخه نیولی شي.

هغه وویل: "د ګوزڼ د ویروس د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین دي او دویمه لار یې چې د اسلام مبارک دین هم په هغې ټینګار کړی د پاکوالي مراعتول دي، هر څه چې پاک وخوړل شي او په پاکو لاسونو وخوړل شي، د انسان بدن ته ویروسونه نه شي ورتلای او پولیو مخه نیول کیدای شي".

ډاکټران وايي په هغو ملکونو کې چې درې کاله پرلپسې د پولیو پیښه را منځته نه شي او هم یې په محیط کې ویروس له منیځه تللی وي، نو له پولیو څخه د خلاصون سند ورکوي.

تېر کال په بغلان ولایت کې هم یو ماشوم په ګوزڼ اخته شوی و او په کومه سیمه کې چې ددې ماشوم کورنۍ اوسیږي، هلته خلک د پولیو د څاڅکو له ورکولو سره مخالفت کوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG