د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ښار په ځینو برخو د طالبانو بریدونه


د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تیره شپه طالبانو د دغه ولایت د مرکر اړوند په یو شمیر پوستو باندې برید وکړ او دواړو خواو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندز والي عبدالستار میرزکوال د پنجشنبې په ورځ جنوري اومه (مرغومي ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې په قطر کې د دویم پړاو مذاکرتو له پیل سره هم‌مهاله طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ښاغلي میرزکوال زیاته کړه: "بیګا شپه هم د شپې په لسو بجو دوی (طالبانو) وغوښتل چې د ښار په څنډو کې په ځینو بیزونو باندې حملې وکړي چې د دغو حملو په نتیجه کې موږ ته هم متاسفانه تلفات اوښتي او دښمن ته هم تلفات اوښتي دي".

د کندز والي وویل چې د دې موضوع د څیړلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی او د څیړنو له بشپړېدو وروسته به له خلکو سره ټول جزئيات شریک کړي.

د راپورونو په اساس د طالبانو په دغو بریدونو کې د افغان ځواکونو ۱۰ منسوبین وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئيس یوسف ایوبي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو سرې قطعې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند په "قبر حاجي او حوض آب‌بازي" سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

هغه وویل: "تلفات خورا زیات دي... تراوسه څوک بیز ته په ننوتلو بریالي شوي نه دي. کله وايي ۱۰ تنه (وژل شوي) کله وايي ۱۱ تنه خو کره شمېره لا معلومه نه ده. یو شمیر لادرکه دي".

طالبانو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې د افغان ځواکونو اوه تنه منسوبین وژلي او نهه تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG