د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې تازه نښتې؛ '۱۵ طالبان او څلور افغان سرتیري وژل شوي'


د دشت ارچي ولسوال محمد نبي کاکړ هم پر امنیتي پوستو برید تاییدوي مګر د تلفاتو په اړه څه نه وايي.
د دشت ارچي ولسوال محمد نبي کاکړ هم پر امنیتي پوستو برید تاییدوي مګر د تلفاتو په اړه څه نه وايي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په کندز ولایت کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان او څلور د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن سې شنبه جنورۍ ۱۹( مرغومې ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاده نښته تیره شپه د کندز (باغ شرکت) او دشت ارچي ولسوالیو کې شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي، په دغه نښته کې د ملي اردو څلور سرتیري هم شهیدان شوي دي."

د دشت ارچي ولسوال محمد نبي کاکړ هم پر امنیتي پوستو برید تاییدوي مګر د تلفاتو په اړه څه نه وايي.

وسله والو طالبانو هم د (باغ شرکت) جګړې مسؤلیت منلی او ۱۸ امنیتي سرتیرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو دعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG