د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد په کردستان کې د خپلواکۍ د ټولپوښتنې اجازه نه ورکوي


د خپلواکۍ د ټول ‎پوښتنې په اړه د کُردستان د مشرانو پلان له اور سره لوبه ده
د خپلواکۍ د ټول ‎پوښتنې په اړه د کُردستان د مشرانو پلان له اور سره لوبه ده

کردستان د ترکیې، عراق، ایران او سوریې په منځ کې د یوه جلا فرهنگ، ژبې او قوم یوه سیمه ده چې په شلمې پیړۍ کې د اروپایی استعمارگرو قدرتونو له خوا په دې دریو هیوادونو کې ویشل شوې ده.

د متحده ایالاتو په گډون نړیوالو قدرتونو د کردانو د دې ټولپوښتنې د ځنډیدو غوښتنه کړې ځکه چې وایي په عراق او سیمه کې د داعش په وړاندې جگړې نه توجه لرې کیږي.

خو د کُردستان د خودمختارې سیمې د پارلمان غړیو د سېپټمبر په ۲۵مه د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې پلان تصویب کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د یوه خپلواکه کردستان د رامنځ ته کولو لپاره ټولپوښتنه به د عراق په هغو سیمو کې هم ترسره کیږي چې د کردانو تر کنترول لاندې ده خو د بغداد حکومت یې د ملکیت ادعا کوي.

د اربل اوسیدونکی سمن صادق وایي"زه فکر کوم هغه خلک چې یوه ژبه، مذهب او تاریخ لري د دې حق لري چې د یو خپلواکه ټولپوښتنې له لارې خپل مستقل هیواد اعلان کړي."

خو د دې ټولپوښتنې د ځنډولو یا مخنوي لپاره نړیوال فشارونه مخ په زیاتیدو دي. لویدیځ قدرتونه ویره لري چې دا ټولپوښتنه به د داعش په وړاندې جگړې نه د خلکو پاملرنه واړوي.

د ترکیې په څیر ځیني سیمه ایز قدرتونه بیا دا ځانته نیغ په نیغه یو گواښ گڼي چې کیدای شي د هغوی په هیوادنو کې هم بیلتون غوښتونکي کردان د خپلواکۍ اخیستو ته وهڅوي.

د ترکیې جمهور رئیس وایي بغداد او انقره په دې اړه ورته نظر لري چې ټولپوښتنه به عراق تجزیه کړي. رجب طیب اردوغان چې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د گډون لپاره امریکا ته روان دی وایي په دې هکله به د عراق صدراعظم سره خبرې وکړي.

"مونږ به په امریکا کې د عراق صدراعظم سره په دې اړه خبرې وکړو. ماته ښکاري چې زمونږ هدفونه یو ډول دي. زمونږ هدف د عراق تجزیه نده، خو اوس د عراق د شمالي سیمو مشران د عراق د تجزیه لپاره اقدام کړی."

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د شنبې په ورځ وویل، د خپلواکۍ د ټول پوښتنې په اړه د کُردستان د مشرانو پلان له اور سره لوبه ده او که د رأيې اخېستلو په نتیجه کې تاوتریخوالی رامنځته شو، بغداد چمتو دی مداخله وکړي.

د عراق صدراعظم زیاته کړه "دا ټولپوښتنه به یوازې هغه مهال عملي شي او مونږ به ورسره مرسته وکړو چې خلک خوندي کړي، کردان، عرب، ترکمن او د هیواد نور قومونه پکې خوندي وي. که چېرې دوی ته گواښ وي مونږ به پوځي مداخله وکړو."

د کردانو د نیمه خپلواکې سیمې جمهور رئیس مسعود برزاني د دې ټولپوښتنې د ځنډولو په هکله د متحده ایالاتو غوښتنه رد کړې ده او ویلي دي "کله چې د ټولپوښتنې خبره وشي، پلمې جوړوي چې دا یو کس یا یو گوند پریکړه ده. خو دا روښانه ده چې د یو سیاسي گوند یا یو کس پریکړه نده. دا د کردستان د خلکو پریکړه ده."

په عراق کې دننه د کردانو د خپلواکۍ لپاره د دې ټولپوښتنې مخالفین وایي چې دا ټولپوښتنه په ډیر بد وخت کې پلان شوې ده او کیدای شي د کورنیو جگړو سبب شي.

په عراق کې د دټولپوښتنې ملاتړ وایي په اوږد مهال کې د خپلواکۍ د اعلان گټې له خطرونو څخه یې ډیر دي خو د ځینو سیاسي څیړونکو په وینا کیدای شي په جنجالي سیمو باندې د بغداد او ایربل له خوا شخړه رامنځ ته شي.

کردي مشران پخوا د دې ټولپوښتنې د ځنډولو په هکله د نړیوالې ټولنې څخه په راتلونکې کې د خپلواکۍ د ملاتړ ضمانت غوښتی و خو اکثره کردان نه غواړي نور انتظار وکړي.

XS
SM
MD
LG