د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د ۲۰۰ مړیو ډله ییز قبر موندل شوی


په مړو کې ښځې هم شته
په مړو کې ښځې هم شته

په سوریه کې چارواکي وایي د راقه په ښار کې د ۲۰۰ کسانو یو ډله ایز قبر موندل شوی دی چې ښايي هغه کسان هم په کې وي چې داعش وژلي دي.

په برتانیې کې د سوریې د بشري حقونود څار ډله وايي چې په مړیو کې پنځه داسې کسان هم شته چې نارنجي جامې یې پر تن دي. داعش چې به څوک وژل، هغوی ته به یې نارنجي جامې ور واغوستلې.

د دغه سازمان یو غړي یاسر الخمیس وایي چې وژل شوي کسان په سر په مرمیو وېشتل شوي دي او داسې ښکاري چې دغه کسان شاوخوا دوه کاله مخکې وژل شوي وي.

په دوی کې د دریو میرمنو مړي هم شته چې په غالب ګمان د داعش جګړه مارانو سنګسار کړې وې. په سیمه کې لا هم کیندنې روانې دي او ویره شته چې ښايي نور مړي هم وموندل شي.

دغلته تر دې مخکې هم یو شمېر نور ډله ایز قبرونه موندل شوي وو. داعش په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې د راقه د ښار پوره کنټرول ترلاسه کولو وروسته یې د خپلې خوښې نظام په کې پلی کړی او خپل ګڼ مخالفان یې وژلي وو.

XS
SM
MD
LG