د لاس رسي وړ اتصالات

په کویټ کې مخالفینو د پارلماني انتخاباتو سره مقاطعه کړې


په کویټ کي د انتخاباتو د نوي قانون په اساس پرون د شنبې په ورځ پارلماني انتخابات وسول، مگر مخالفینو د هغو سره مقاطعه وکړه.

عیني شاهدانو وویل چي په څو ولسوالیو کي رایگیري ته تر نورو وختونو لږ خلک ورغلي وو. په دې انتخاباتو کي به د کویټ د پارلمان د پنځوسو چوکیو لپاره کاندیدان انتخاب سي.

مخالفینو وویل چي په دې رایگیري کي د کویټ د امیر ( شیخ صباح الاحمد الصباح ) چي د لویدیځ له خوا یې ملاتړ کیږي، طرفداري سوې ده. د الصباح کورنۍ چي د زیاتي مودې را پدې خوا حکومت کوي، د کویټ په کابینې باندي هم کنټرول لري.

د کویټ امیر د اکتوبر په میاشت کي د اضطراري اختیاراتو نه کار واخیست او د انتخاباتو هغه قانون یې لغوه کړ چي هر رایه ورکونکي ته یې څلور چانسونه ورکول. په لسگونو زره د حکومت مخالفو مظاهره چیانو دا اقدام وغانده او ویې ویل چي داسي بدلونونه به په دې ملک کي چي د تیلو غني منابع لري ددوي دریځ ته تاوان ورسوي.
XS
SM
MD
LG