د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرۍ ایتلاف د 'ساینس زرین دور لپاره د کیوټو لید' تائید کړ

د سپینې ماڼۍ د ساینس او ​تکنالوژۍ د تګلارې د دفتر د مشر مایکل کراتسیوس
د سپینې ماڼۍ د ساینس او ​تکنالوژۍ د تګلارې د دفتر د مشر مایکل کراتسیوس

په جاپان کې د ساینس او تکنالوژۍ د ټولنې د فورم په ۲۳مې کلنۍ غونډې کې متحدو ایالتونو او ۱۶ هیوادونو د ساینس د طلایي دور لپاره د کیوټو لیدلوری تایید کړ.

سپینه ماڼۍ وايي چې په دې اړه «ګډه اعلامیه زموږ د ساینس د ایکوسیستمونو د نوي کولو او تقویې او د کشف او ښیرازۍ د طلایي دور د پیل لپاره ګډه هیله منعکس» کوي.

د سپینې ماڼۍ د ساینس او ​تکنالوژۍ د تګلارې د دفتر د مشر مایکل کراتسیوس په مشرۍ د کیوټو لیدلوری مني چې «موږ د زبر ځېرکتیا د مهارولو او د ساینسي اکتشفاتو د چټکتیا لپاره د نویو تکلارو د تطبیق د یو لوی فرصت په درشل کې ولاړ یو».

اعلامیه وايي زبر ځېرکتیا به نویو او خپلواکو ساینسي تجربو او تحلیلي وړتیاوو ته لار پرانیزي.

په تحقیقي برخې کې ژورو بدلونونو ته په کتو، په غونډې کې وزیرانو ژمنه وکړه، چې د اساسي موډلونو او تمویلي لارو چارو (میکانیزمونو) څخه په کار اخیستو سره به له دې فرصت څخه ګټه واخلي چې تر ټولو غوره او نخبه سایسنپوهانو ته د لوړو علمي فعالیتونو امکان برابر کړي.

مایکل کراتسیوس وویل: «زموږ د عملي اکتشافاتو لارې چارې بدلې شوې دي. او د کیوټو لیدلوری د همدغه بدلون پېژندنه او د عملي اقدام غوښتنه ده. په علمي ډګر کې د زبرځیرکتیا کارول به د تحقیق د عام کولو لپاره د تاریخ تر ټولو ستر ځواک وي. د دغه فرصت څخه ګټه اخیستل له موږ غواړي چې خپلو تحقیقي فعالیتونو ته نوې ساه وبخښو او د اکتشافاتو لپاره د نوي اساسي موډلونو څخه ګټه واخلو. د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ متحده ایالتونه په دغه لار کې مخکښ دی او د کیوټو لیدلوری څرګندوي چې نړۍ له موږ سره په دغې لار کې مزل ته چمتو ده.»

د نورو برخو ترڅنګ، د ساینس د زرین دور لپاره د کیوټو لید د اکتشفاتو لپاره د تاسیساتو د تقویې، په علمي برخه کې د زبر ځیرکتیا کارول او په عملي تصدۍ کې د استعدادونو د روزولو غوښتنه وکړه.

کراتسیوس د ۲۰۲۶ کال د جولای په میاشت کې ولسمشر ټرمپ ته «ساینس، یو نوی زرین دور» تر عنوان لاندې راپور وړاندې کړ، چې په تېرو اتو لسیزو کې د امریکا د ساینس او تکنالوژۍ د تحقیق په تصدۍ کې د بیا کتنې یو جامع ارزونه بلل کېږي. راپور د متحدو ایالتونو په حکومتي ادارو کې د نوې تکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستې لارې چارې په ګوته کوي.

د سپینې ماڼې اعلامیه وایي چې جاپان، ارجنټاین، بلغاریا، چیلي، قبرس، جرمني، یونان، اندونیزیا، ایټالیا، قزاقستان، د کوریا جمهوریت، نیوزلنډ، پولنډ، سینګاپور، متحده عربي اماراتو،بریانیا د طلایي دورې لپاره د کیوټو لیدلوری تایید کړی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG