د قرغیزستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وروسته له هغه د دغه هېواد د پارلماني انتخاباتو نتایج لغو کړل چې پر ضد یې په پلازمینه بېشکیک او ځینو نورو ښارونو کې لویې مظاهرې وشوې.
په مظاهرو کې د حکومت د مخالفو سیاستوالو پلویانو ځینې حکومتې ودانۍ ونیولې او د نویو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه یې کوله.
د مخالفو سیاسي ګوندونو ځینو غړو د حکومت د پرځولو او نوي حکومت د جوړولو ګواښ هم کړی دی.
د قرغیزستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشر نورژان شایلدابیکوف د انټرفاکس خبري اژانس ته وویل چې د «کړکیچ د مخنیوي» لپاره یې د پارلماني انتخاباتو نتایج لغو کړل.
دا انتخابات د یکشنبې په ورځ وشول. راپورونه وايي چې په اعلان شویو نتایجو کې تر ډېره د دوو ګوندونو غړي چې له واکمنانو سره نژدې اړیکې لري، بریالي شوي وو.
په ټاکنو کې د درغلیو او رایو د اخیستلو ادعاوې هم شوي دي. مظاهرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې. پولیسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښلن ګاز او نور وسایل کارولي دي.
له پولیسو سره په شخړه کې شاوخوا ۵۹۰ تنه ژوبل شوي او یو وژل شوی دی.
مظاهره کوونکي د شپې هغې سیمې ته هم ننوتل چې د پارلمان او جمهوري ریاست ودانۍ په کې دي.
د اسوشیتډپرس د راپور په اساس یوه ډله مظاهره کوونکي د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې مخې ته راټول شول او د پخواني ولسمشر المازبیګ اتمبایوف د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.
ښاغلی اتمبایوف څه موده مخکې د فساد په تور په ۱۱ کلونو او دوو میاشتو بند محکوم شو. امنیتي چارواکو له مظاهره کوونکو سره تر خبرو وروسته، اتمبایوف هم پرېښودل.
لا معلومه نه ده چې د قرغیزستان پارلماني انتخابات بیا کله کیږي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان چې قرغیزستان یې هم غړی دی، ویلي چې پارلماني انتخابات ښه ترسره شول او کاندیدانو کولی شول عادلانه رقابت ولري.
خو دغه سازمان هم په ټاکنو د رایو د پېر او پلور په اړه اندېښنه ښودلې ده.