د لاس رسي وړ اتصالات

ای ار سي: پاکستان کې د افغان کډوالو د خوندیتوب دپاره هلې ځلې کوو

 شبنم بلوڅ، په پاکستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (ای ار سي) مشره
شبنم بلوڅ، په پاکستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (ای ار سي) مشره

په پاکستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (ای ار سي) مشره شبنم بلوڅ وايي‌، په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د خوندیتوب دپاره هلې ځلې کوي خو د نړیوالو مرستو کمیدو دا هڅې ټکنۍ کړي دي.

میرمن بلوڅ وايي پاکستان هم د کوربه هېواد په توګه دغه مرستو ته ګوري.

مېرمن بلوڅ له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل: "په لومړیو کې له دې کډوالو سره هر ډول مرستې کېدې، ځکه نړیوالې مرستې ډېري وې. لاکن له تېرو لسو پنځلسو کلونو له دوی سره هیڅ مرستې نه کېږي. دا مرستې د نړیوالو له لوري بندي شوې دي، ځکه پاکستان خو هم د کوربه هیواد په حیث همدې نړیوالو مرستو ته ګوري."

نوموړې وايي، د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنې وشي خو بیرته هېرې شي. زیاتوي: "او دا ستونزې یوازې په دې نه هوارېږي، چې ته د یو څه وخت لپاره ورته نغدي یا نورې مرستې ورکړې او یا بیا د څو میاشتو لپاره خوراکي توکي ورکړې. له دې سره دا ستونزې نشي هواریدلای."

مېرمن بلوڅ وايي، د ژغورنې نړیوالې کمېټې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې له افغان کډوالو سره د زده کړې، روغتیا او خوړو برابرولو په برخه کې یو شمېر پروژې پلې کړېدي، خو وايي د کډوالو ډیرې ستونزې لا پر ځای پاتې دي.

په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال راجستر دي او د کډوالو د چارو ادارې وايي، په دغه هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو شمېر له دې هم زیات دی.

مېرمن بلوڅ وايي د دوی اداره یوازې د هغو افغانانو سره چې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي، مرسته کولای شي.

نوموړې وايي: "تر ۲۰۲۱ کال مخکې هم هغه افغانان چې د کډوالو په حیث یې راجسټریشن نه دی شوی او یا حکومت وايي چې په ناقانونه توګه راغلي دي، موږ له هغوی سره کار نشو کولی. د یوې بشري مرسته کوونکې ادارې په حیث موږ دې کسانو ته یواځې مالومات ورکولای شو."

له شبنم بلوڅ سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

This item is part of
XS
SM
MD
LG