د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځینه مرسته رسوونکو کموالي راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو رسول اغیزمن کړي- راپور


د کډوالو د ادارو د راپورونو په اساس سږ کال تر دې دمه افغانستان ته ۱.۷ میلیونه افغان کډوال را ستانه شوي، خو ښځې د تعلیمي، روغتیايي او اقتصادي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له نارینه مرسته رسوونکو سره تماس نه شي نیولای.

ملګري ملتونه وايي چې د ښځو په مشرۍ د ادارې فعالیت ځکه حیاتي ګڼل کیږي چې روغتیايي خدمات، د رواني ناروغیو او ټولنیزو چارو په برخو کې مرستې رسوي او میرمنو ته د تاوتریخوالی څخه د ځان ساتلو لپاره مهم معلومات شریکوي.

خو، د روان کال په مارچ کې، د مدني ټولنې ځینو ادارو رپوټ ورکړ چې د ښځینه کارکوونکو لپاره د تمویل کموالي دا مرستې ۵۰ سلنې ته راکمې کړې دي.

د دې ادارو د درېو برخو نه یوه برخه خبرداری ورکوي چې له دې کبله دوی ښایي خپل فعالیتونه کم کړي یا یې په ټپه ودروي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي دغه ادارې هڅه کوي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو دوی په بیړنۍ توګه تمویل او مالي مرستو ته اړتیا لري.

میرمن فرګوسن وویل، "موږ باید په دې ادارو کې د میرمنو سره د سوداګریزو چارو په فعالیت کې مرسته وکړو او په نړیوالو مذاکراتو کې یې غږ اوچت وساتو."

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افانستان کې بیا واک ترلاسه کړل او د ښځو په تعلیم او په دولتي او نادولتي ادارو کې یې د هغوی په کار او فعالیت بندیزونه ولګول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG