د لاس رسي وړ اتصالات

د مینې د اظهار له کبله دوه محصلین د لاهور له پوهنتون وایستل شول 


هلک او نجلۍ وايي‌ چې دوی په خپل کار پښېمان نه دي

د پاکستان د لاهور په ښار کې دوه محصلین وروسته تر هغه د پوهنتون نه وایستل شول چې د هغوي د نامزادۍ ویډیو د ټولنیزیو شبکو په پاڼو کې خپره شوه.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې نجلۍ د هلک په مخکې په ګونډو کیږي او د واده غوښتنه ترې کوي. وروسته شاوخوا ولاړ کسان چک چکې کوي، د هلک او نجلۍ ویډیو ثبتوي او دوي دواړه یو بل په غیږ کې نیسي.

د لاهور پوهنتون ویلي چې دې محصلینو د پوهنتون د اصولو خلاف عمل کړی او د پوهنتون د مسؤلینو یوې غونډې ته هم حاضر نشول.

سره لدې چې په پاکستان کې پدې توګه د مینې اظهار کول عامه خبر نده او خلک یې بد بولي خو دغو دوه محصلینو ویلي چې سهوه یې نده کړې او بخښنه به ونه غواړي.

د شهریار احمد په نامه هلک او د حدیقې جاوید په نامه نجلۍ وایي نه پوهیږي چې په عامه توګه د واده په غوښتنې کې څه ستونزه ده او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د انټرنیټ د لارې ورته ګواښونه شوي.

په پوهنتون کې د محصلینو اتحادیې د پوهنتون پریکړه غندلې او په ټویټر کې یې لیکلي چې اخلاقي څارنه پدې تازه وختونو کې په پوهنتون کې عادې شویده.

XS
SM
MD
LG