د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سنا په مجلس کې پټې کمرې موندل شوې


سیاسي مخالفین استخباراتي ادارې تورنوي چې دا کمرې یې د حکومت د طرفدارو کاندیانو د ملاتړ لپاره نصب کړي.

د پاکستان د واکمن ګوند سیاسي مخالفین وایي په مشرانو جرګې کې یې شپږ پټې کمرې پیدا کړي.

لا معلومه نده چې دا کمرې د سنا په مجلس کې څه وخت، ولې او چا نصب کړي خو د پاکستان د پیپلز ګوند یو غړي مصطفی نواز کهوکهر د هیواد استخباراتي ادارې تورنې کړلې چې دغه کمرې یې د حکومت پلوه کاندیانو د ملاتړ لپاره نصب کړي چې د سنا د ریاست او معاونیت مقامونو تهکاندیدان و.

سیاسي مخالفینو ویلي چې پټې کمرې د رایه ګیرۍ په غرفو کې نصب شوې وې.

چارواکو د پیښې په هکله تحقیقات پيل کړي او پټې کمرې یې د رایې ورکولو د غرفو نه لیرې کړیدي.

د سنا د مجلس د ریاست لپاره د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د کاندید او برحال رئیس صادق سنجراني او د پیپلز د ګوند غړي یوسف رضا ګیلاني تر منځ سیالي وه چې ښاغلي صادق د سلو څوکیو څخه ۴۸ وګټلې او بیا د مشرانو د جرګې رئیس وټاکل شو.

یوسف رضا ګیلاني ۴۲ رایې ګټلې وې او ۷ رایې باطلې اعلان شوې.

د مشرانو په جرګې کې د دې انتخاباتو ګټل د صدراعظم عمران خان لپاره ښه خبر دی. ښاغلی خان چې د پوځ د ملاتړه برخمن دی ، د پارلمان د کنټرول په ترلاسه کولو سره کولی شي چې د هیواد سیاسي او اقتصادي ستونزو چاره وکړي.

XS
SM
MD
LG