د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري‌ ملتونه: تېرکال ۲۸۲ میلیون انسانانو سخته لوږه ګاللې


ملګرو ملتونو او ځینو نورو پراختیايي ادارو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې تېرکال په نړۍ کې د جنګ جګړو له کبله څه باندې ۲۸۲ میلیون انسانانو سخته لوږه ګاللې ده، په خاص ډول په غزې اوسودان کې.

دغو ادارو ویلي دي چې د خوړو عدم مصونیت په نړۍ کې زیات شوی‌ او دا چاره په افغانستان، د کانګو په دموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، نایجریا، سوریې او یمن کې هم روانه ده.

په جنګ جګړو برسېره، طبعي افاتو او اقتصادي کړکیچونو هم انسانانو ته د خوړو ترلاسه کول سخت کړي دي.

د خوړو د بحران په اړه د غذايي امنیت د شبکې د راپور په اساس، په ۲۰۲۲ کال کې، له لوږې د کړېدونکو انسانانو په شمېر کې ۲۴ میلیون نور هم زیات شوي ‌دي. په دغه راپور کې روان کال نړیوال لیدلوری «تیاره» بلل شوی دی.

دا راپور د یو نړیوال ایتلاف د رامنځ ته کېدو او د ملګرو ملتونو د ادارو، اروپايی ټولنې، او نورو دولتي‌ او نا دولتي سازمانونو د پیوستون په هدف برابر شوی دی. په راپور کې همدغه راز ویل شوي‌ دي دا پنځم کال دی چې په پرلپسې ډول د هغو انسانانو شمېر زیاتېږي چې سخته لوږه ګالي.

د ملګرو ملتوو د خوړو او کرنې په ادارې کې د اضطراري حالاتو د برخې مرستیال فلیور واترسي فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې تېرکال د خوړو د عدم مصونیت د زیات شمېر څرګندېدل په دې برخه کې د راپورونو برابرول او د سودان او غزې په ګډون په ۱۲ هېوادونو کې د وضعیت د خرابېدو له کبله دي.

هغه وویل چې تېرکال د فلسطین په قلمرو کې تقریبا ۷۰۰زره کسان له لوږې سره مخامخ وو چې سږکال یو میلیون نور انسانان هم پرې ور زیات شول، اکثریت یې په غزې کې دي.

نوموړي وویل چې له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د هغو انسانانو شمېر له ۱۰۸ میلیون څخه ۲۸۲ میلیون ته رسېدلی چې سخته لوږي ګالي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په خپل راپور کې ویلي‌ دی چې «په پراخه نړۍ کې ماشومان له لوږي مري». نوموړي ویلي‌ دي چې د جنګ جګړو‌، اقلیم د بدلون او ژوند د سختو کړاونو له کبله تېرکال ۳۰۰ کسان له سختې لوږې سره مخامخ وو او په خبره یې د دغو انسانانو د لاسنیوي لپاره کافي بودیجه نه برابرېږي.

له دې هر څه سره سره په دغه راپور کې ویل شوي‌ دي چې په روان کال کې په دغې پرمختګ کې هر پرمختګ د جنګ جګړې په ختمېدو پورې اړه لري او د کانګو جمهوریت او اوکراین په ګډون په ۱۷ هېوادونو کې وضعیت ښه شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG