د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران: د لتا منګیشکر روغتیایي ضعیت د اندیښنې وړ دی


د هند مشهوره سندرغاړې لتا منګشیکر
د هند مشهوره سندرغاړې لتا منګشیکر

د هند پیژندل شوې او مشهوره سندرغاړې لتا منګشیکر، چې په کروناویروس باندې د اخته کیدو په وجه د ممبای ښار په "ممبای بریج" روغتون کې بستري ده، روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د ممبای بریج روغتون ډاکټر پرتیت صمداني ویلي چې لتا منګشیکر د ځانګړې څارنې لاندې ده او دې ناروغۍ سره په مبارزه بوخته ده او هغوی اړ شوي چې هغې ته د دوهم ځل لپاره د مصنوعي ساه د ماشین نه استفاده وکړي.

د میرمن منګشیکر حالت وروسته له هغې خراب شو چې د جنورۍ میاشتې په ۱۱ د درملنې او روغتیایي څارنې لپاره د ممبای بریج روغتون ته انتقال شوه او ډاکترانو وموندله چې هغه په کوویډ۱۹ ناروغۍ او سینه‌بغل اخته ده.

میرمن منګشیکر، د خطرناک روغتیایي وضعیت په خاطر ۲۰ ورځې د ځانګړې څارنې په څانګه کې د مصنوعي ساه له دستګاه یا ونتیلاتور سره وصل وه، خو د یو څه ښه کیدو وروسته د ډاکترانو په سپارښتنه د مصنوعي ساه له دستګاه لرې شوه.

لتا منګیشکر چې په هندي فلمونو کې په خپل جادویي غږ سره د هند، افغانستان او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو د خلکو کورونو ته لاره وموندله ۹۳ کلنه ده او هغې د څه دپاسه ۱۰۰۰ هندي فلمونو لپاره سندرې ویلې دي.

لتا په یوه هنرمنده کورنۍ کې ستره شوې او موسیقي یې له پنځه کلنۍ څخه د خپل پلار پنډټ دینا نات څخه زده کړه.

هغې په ۱۹۴۲ کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خور او ورور مسولیت په غاړه واخیست او له هماغه کال یې لومړي ځل لپاره یو فلم ته سندره وویله، که څه هم چې هغه وخت د پاملرنې وړ نه شوه، خو څو کاله وروسته د هغې غږ په هندي فلمونو کې یو د خورا محبوبو آوازونو څخه شو.

هغه د خپلو روښانه او هڅانده هنري کارنامو او پدې برخه کې په لوړو خدمتونو سره په څه دپاسه اوه لسیزو کې توانیدلې [ې په لسګونو ملي او نړیوالې جایزې خپلې کړي.

XS
SM
MD
LG