د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د توغندیو توغولو له امله جاپان کې خلکو خوندي ځایونو ته پناه وړې


NKOREA-SKOREA-US-DRILLS
NKOREA-SKOREA-US-DRILLS

شمالي کوریا پنجشنبې نومبر درېیمه (لړم ۱۲) د اوږده واټن په ګډون درې توغندي وتوغول او له امله یې د جاپان په درې ولایتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او خلکو ته په خوندي ځایونو کې د پټېدو امر شوی دی.

له دې یوه ورځ دمخه شمالي کوریا د جنوبي کوریا د قلمرو پر لور توغندي توغولي وو او ددغه هېواد په ساحلونو کې د خطر زنګ وهل شوی و.

د پنجشنپې په ورځ د جاپان په میاګي، یاماګاتا او نیګاتا ولایتونو کې اوسیدونکو ته د تلویزیون له لارې خبرداری ورکړل شو چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

د جاپان بیړني نشراتي سیسټم په پیل کې وویل چې د شمالي کوریا توغندی د جاپان له خاورې تیر شو، خو وروسته د دفاع وزارت چارواکو دا ادعا بیرته واخیسته. د دفاع وزیر یاسوکازو هامادا وویل، له چارواکو یې د کوریا ټاپووزمې او جاپان ترمنځ په سمندر کې ددغه توغندي پل ورک شوی دی.

د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس د پوځي چارواکو له قوله ویلي، د شمالي کوریا د اوږده واټن ویشتونکی توغندی د شاوخوا ۷۶۰ کیلومتره الوتنې وروسته ناکام شوی دی.

له دې سره سږکال د شمالي کوریا له لوري د توغول شویو توغندیو بې ساری شمېر نور هم لوړ شوی دی.

روان کال د شمالي کوریا د توغول شویو توغندیو د شمېر د زیاتوالي له امله د جنوبي کوریا خلک له دې حالت سره عادي شوي، خو د چهارشنبې په ورځ ددې هېواد د اولیونګ په ټاپو کې د خطر زنګ ووهل شو. یو توغندی د ساحلي سرحد جنوب لور ته ولګېد.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز، کانګ شنچول وویل: "د کوریا ټاپووزمې له ویشل کېدو راهیسې، د شمالي کوریا دا توغندي په لومړي ځل جنوب لور ته زموږ د قلمرو په اوبو کې لګېدلي دي. دا خورا نادره ده او د زغملو وړ نه ده. زموږ پوځ به ورته کلک ځواب ورکړي."

په ځواب کې د جنوبي کوریا جنګي الوتکو د سمندري پولې په اوږدو کې درې توغندي وویشتل. دا د ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې لومړی ځل دی چې دا دوه هېوادونه د یوبل په خلاف توغندي کاروي.

شمالي کوريا د امريکا او جنوبي کوريا د ګډو پوځي تمرينونو په اړه ناراضه ده. پیونګ یانګ دغه تمرینونه پاروونکي بولي خو واشنګټن وايي، له جنوبي کوریا سره یې ګډ تمرینونه دفاعي بڼه لري.

په دې وروستیو پوځي تمریناتو کې چې د جمعې تر ورځې به دوام ولري، سلګونه جنګي الوتکې برخه لري.

د امریکا غبرګون

د متحده ایالاتو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د اوږده واټن بالستیک توغندي ازموینه "په کلکه غندلې" او د متحده ایالاتو، سویلي کوریا او جاپان د خوندیتوب دپاره یې د "ټولو اړینو اقداماتو" کولو ژمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د شمالي کوریا د توغنديو دا توغونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو "څرګنده سرغړونه" بللې ده. ددغه وزارت ویاند نډ پرایس په اعلامیه کې ویلي: "له نړیوالې ټولنې سره په ګډه، موږ پر شمالي کوریا غږ کوو چې له نورو پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او په دوامداره او بنسټیزو خبرو اترو کې برخه واخلي."

XS
SM
MD
LG