د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته څه پیښ شوي؟


د روسیې په برید کې د تیلو یوې زیرمې اور اخیستی
د روسیې په برید کې د تیلو یوې زیرمې اور اخیستی

په دغه راپور کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په تړاو تازه پرمختګونه،‌ د نړۍ غبرګونونه او نور مسايل په لنډ ډول بیان شوي دي. دا راپور د فرانسې د خبري اژانس د معلوماتو په اساس ترتیب شوی دی.

له خارکوف څخه د روسي ځواکونو شړل

د اوکراین پوځ ادعا کوي‌ چې د دغه هېواد له دویم لوی ښار «خارکوف» څخه یې هم د روسیې سرتېري په شا تمبولي دي. دا ښار د اوکراین په ختیځ کې دی چې د روسیې نظامي ګاډي په کې د اوکراین د پوځ دفاعي لیکو ته داخل شوي وو.

د کیف ساتنه

اوکراین وایي‌ چې د مرکز کیف په شاوخوا کې یې خپلې لیکي ساتلې خو د هغو ډلو سره په جګړه کې دي چې ښار ته یې لار کړې ده. د پلازمینې کیف د ساتنې لپاره رضاکاران هم د پوځ سره مرسته کوي.

د روسیې غټ برید

روسیې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د اوکراین په پوځ باندې له څو اړخونو څخه د کروز میزایلو بریدونه وکړي. خو مسکو دا خبره هم کوي که کیف خپلې وسلې وسپاري، خبرو ته اماده ده. اوکراین ویلي چې پوځ یې د تسلمیدو هوډ نلري او د یرغلګرو په وړاندې جنګیږي.

د دوو ښارونو محاصره

روسیه وايي چې د اوکراین دوه ښارونه «خیرسن او بیردنسک» یې په بشپړ ډول محاصره کړي دي. دا ښارونه د ازوم بحیرې په جنوب ختیځ کې دي.

روسیه له مقاومت سره مخامخ ده

واشنګټن وايي چې د روسیې یرغلګر ځواکونه په اوکراین کې له مقاومت سره مخامخ دي پرمختګ یې نشته او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې کوم پرمختګ نه دی کړ. وايي لا هم د هوايي بریدونو په لحاظ لاس یې بر نه دی.

شاوخوا ۳۷۰زره کډوال

ملګري ملتونه وايي لږ تر لږه ۳۶۸زره اوکراینیان د جکړې له ویرې تښتېدلي او اکثریت یې پولنډ ته اوښتي دي. لسګونه زره نور یې په هنګري، رومانیا او مالدووا کې پناه اخیستې.

د اورګاډي مفت خدمات

د جرمني‌ د اورګاډي شرکت له جګړې څخه هغو تښتېدونکو اوکراینیانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي‌ چې له پولنډ څخه جرمني ته اوړي.

پاپ د مرستې غږی کړی

په نړۍ کې د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانیس له جګړې څخه تښتېدوننکو ولسي اوکراینانو سره د مرستو لپاره د بېړني بشري «دهلیز» د پرانیستلو غږ کړی دی.

اوکراین رښتینو خبرو ته چمتو دی

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي وايي چې له روسیې سره رښتینو خبرو ته اماده دی، خو نغواړي دا خبرې په بلا روس کې وشي. بلاروس په اوکراین باندې د روسیې د بریدونو لار ده.

نړیوال پول

د اوکراین ولسمشر له نړیوالو غوښتي چې د اوکراین په سفارتونو کې د رضاکارانو له «نړیوال پول» سره یو ځای شي او د روسیې د یرغل په ضد مبارزه وکړي.

د لویدیځ مرستې او وسلې

جرمني وايي چې اوکراین ته به ۱۰۰۰ د ټانګ ضد وسلې او ۵۰۰ الوتکې ضد سټېنګرې واستوي‌. تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د ۳۵۰میلیون ډالرو اضافي پوځي مرستو ژمنه وکړه.

فرانسې، بلجیم، د چک جمهوریت، پورتګال او یونان هم پوځي مرستې کوي او ایټالیا بیا ۱۱۰ میلیون یورو بېړنۍ مرسته کړې ده.

اقتصادي‌ اقدامات

لویدیځ‌ هېوادونه او جاپان وايي چې د سویفټ له نړیوال بانکي سیستم څخه به د روسیې ځينې بانکونه وباسي.‌ په دې کار سره به د روسانو لپاره تجارت او مالي معاملې سختې شي.

روسیې لس یونانیان وژلي

یونان روسیه تورنه کړې ده چې د اوکراین په جکړې کې یې په یو هوايي برید کې لس یوناني اتباع وژلي دي. یونان وايي روسیې کلي بمبار کړي دي.

د جودو فدراسیون

د جودو د نړیوال فدراسیون د افتخاري مشر په توګه د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین دنده ځنډول شوې ده.

د ایلان ماسک مرسته

ایلان ماسک د خپل سپیس اکس سټارلینک سټلایټ ته امر کړی دی چې له اوکراین سره د انټرنټي خدمتونو په برخه کې مرسته وکړی. له هغه وروسته چې روسیې د انټرنټ خدمات بند کړل، د اوکراین یو وزیر د مرستې غوښتنه وکړه.

د ګوګل شرکت اقدام

په اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې د ګوګل او فیسبوک انټرنټي شرکتونو په تازه اقدام کې له دغو شرکتونو څخه د روسیې د مطبوعاتو عاید او ګټه بنده کړې ده.

د سیالیو نه کولو پرېکړه

چک جمهوریت، سویډن او پولنډ پرېکړه کړې ده چې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو د غوراوي په سیالیو کې په روسیې کې نه لوبېږي. دا پرېکړه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې شوې ده.

د روسي کلیسا «شیطاني ځواک» غندلی

د روسیې د اوتودکس کلیسا مشر،‌ چې پوتین ته نژدې دی، په اوکراین کې د روسیې مخالف جنګیالي «شيطاني ځواک وبلل چې د روسیې د یوالي په ضد جګړه» کوي.

XS
SM
MD
LG